۸صبح، کابل: د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون ویلي، چې د افغانستان له ۶۰ سلنه زیات ولایتونه له شدیدې وچکالۍ سره مخ دي.
افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون رییس نسیفور مغندي افغانستان کې له شدیدې وچکالۍ اندېښنه ښوولې او ویلي دي، چې دا وچکالي د خوراکي توکو په کمښت اوړي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان داسې ولایت نشته، چې وچکالۍ ځپلی نه وي. هغه زیاته کړې، ځينې ولایتونه له شدیدې وچکالۍ او ځينې نور بیا په منځنۍ کچه له دې طبیعي افت سره مخ دي.
مغندي ټينګار کړی، که بېړني ګامونه پورته نه شي، ترینګلی انساني وضعیت به رامنځته شي.
د سره صلیب دغه چارواکي ویلي، اوسمهال نړۍ کې «ناوړه او غمځپلی» انساني بحران روان دی او یوازې لومړني او بېړني ګامونه کولای شي، د دغه ناورین له پراختیا مخنیوی وکړي.
مغندي ویلي، چې د افغانستان له ۵۵ سلنه زیات چې ۲۲.۸ میلیونه وګړي کېږي، د خوراکي توکو له کمښت سره لاس و ګرېوان دي.
سره صلیب له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د اقلیم او له طبیعي پېښو سره د مبارزې بودیجه محدوده نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال سازمان په ۲۰۱۶ کال کې ویلي و، چې افغانستان کې د اقلیم بدلون راتلونکې کې یو ناڅرګند ګواښ نه دی، بلکې یو واقعي او اوسنی ګواښ دی.
د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروګرام او د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې په دغه هېواد کې اوسنۍ وچکالي په تېرو دوو لسیزو کې ناوړه وچکالي بللې ده.
ورته مهال د اوبو سرچینو د مدیریت یو کارپوه عاصم مایار نیوز تربیون ته ویلي، تېرو دوو لسیزو کې د اقلیم بدلون او ځمکې د تودوخې د زیاتوالي له کبله د هېواد ۱۴ سلنه طبیعي یخچالونه ویلي شوي او وچکالي دوه برابره شوې ده.
نړیوال سازمانونه داسې مهال په هېواد کې د وچکالۍ د زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکوي، چې د تر اوسه د طالبانو سرپرست حکومت د چکالۍ او د هېواد د اوبو د مدیریت په تړاو کوم پروګرام او ستراتيژي طرح کړې نه ده.