د انساني قاچاق پر وړاندې نړیواله ورځ؛ ډېری انساني قاچاق کوونکي د انټرنټ له لارې خلک تېرباسي

د اګست دېرشمه د انساني قاچاق د مخنیوي نړیواله ورځ ده. ملګرو ملتونو په دې تړاو د یو راپور په خپرولو د سږ کال شعار «انټرنټ باید د قاچاق وړونکو لپاره خوندي ځای نه وي» ټاکلی دی.

د دغه شعار په هکله د ملګرو ملتونو راپور کې راغلي: «په نړیواله کچه د ټکنالوژۍ د کارونې له پراخېدو په تېره بیا د کورونا وبا او د ورځني ژوند د چارچلن له بدلون وروسته د انساني قاچاق جنایت انټرنټي فضا کې پراخ شوی دی.»

ملګرو ملتونو د دغه شعار په ټاکلو کې هڅه کړې، خلکو او حکومتونو ته وښيي، چې ټکنالوژي هم کولای شي د انساني قاچاق مخه ونیسي او هم کولای شي لا پراخ شي.

راپور کې راغلي، چې انټرنټ او ډیجیټل وسیلې انساني قاچاق وړونکو ته د قربانیانو په راجلبولو، استثمار او کنټرول لپاره ډیری لارې چارې برابروي.

دغه راز ټکنالوژۍ، د انساني قاچاق له قربانیانو سره د اړیکو او پېژندنې، تنظیم، لېږد رالېږد، د هغوی د ځای پر ځای کولو او د انساني قاچاق وړونکو ترمنځ په چټکۍ د پیسو په لېږد رالېږد کې اسانتیا رامنځته کړې ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، دا باید له یاده ونه باسو، چې د ټکنالوژۍ په مرسته ډېرې لارې چارې هم شته چې له دې نړیوالې ستونزې سره مبارزه وشي.

په راپور کې ویل شوي، چې ټکنالوژي کولای شي، په اسانۍ د انساني قاچاق وړونکو شبکې په نښه او ژغورل شویو کسانو ته د ملاتړ ښه خدمات وړاندې شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له انساني قاچاق سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپور شوي پیغام کې انساني قاچاق «وحشتناک جنایت او د خلکو له حقونو، امنیت او کرامت څخه هر اړخیزه سرغړونه» بللې ده.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي، جګړه، جبري بېځایه کېدل، اقلیمي بدلون، نابرابري او بې وزلي د دې لامل شوی، چې په نړۍ کې میلیونونه وګړي بېوزله، ګوښه او زیانمن شي.

ګوتریش زیاته کړې، پر دې سربېره د کوویډ – ۱۹ وبا ماشومان او ځوانان له خپلو ملګرو او همزولو جلا کړل، چې له همدې کبله هغوی خپل ډېر وخت یوازې او په مجازي نړۍ کې تېر کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، انساني قاچاق کوونکو له همدې فرصت او له ټکنالوژۍ په ګټنې د انساني قاچاق قربانیان څاري او د کنټرول او ګټې اخیستنې لپاره ترې کار اخلي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د جرمونو او له مخدره توکو سره د مبارزې اجرايي مدیر غاده والي هم د انساني قاچاق سره د مبارزې ورځې په مناسبت پیغام خپور کړی دی.

نوموړي ویلي، په تېرو ۱۵ کلونو کې د انساني قاچاق تر ۶۰ سلنې ډېر قربانیان مېرمنې او نجونې دي، چې ډېری یې د جنسي ګټې اخیستنې لپاره قاچاق شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې ټيکنالوژۍ په ځانګړې توګه ټولنیزو رسنیو د انساني قاچاق وړونکو لپاره لار اسانه کړې. دوی له دغو رسنیو په ګټنې خلک په تېره بیا ځوانان هڅوي او په اسانه لارو منزل ته د رسولو ټټر ورته وهي.

ورته لیکنې

Back to top button