د معلولیت نړیواله ورځ؛ نړۍ کې ۱.۳ میلیارد تنه معلول دي

د ملګروملتونو سازمان د معلولیت پر نړیواله ورځ ویلي، چې د معلولانو د حقونو ورکول یوازې یوه عدالت غوښتونکې چاره نه ده بلکې د ګډ راتلونکي لپاره پانګونه ده.

د ملګروملتونو سازمان شنبه د ډسمبر پر درېیمه نېټه د معلولیت د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې نړۍ کې لږترلږه ۱.۳ میلیارد تنه له ډول ډول معلولیتونو کړېږي.

دغه سازمان زیاته کړې: «د پېچلو او پرله‌پسې ناورینونو ترمنځ، چې نن بشر ورسره لاس او ګرېوان دی معلولیت لرونکي کسان ترټولو زیات زیانمنونکي دي.»

دغه سازمان همداراز د معلولیت لرونکو کسانو د ستونزو د هواري د نویو حل‌لارو موندلو لپاره د هېوادونو پر ګډې هڅې ټینګار کړی دی.

جګړه او ناروغۍ په نړۍ کې د معلولیت عوامل ګڼل کېږي.

د ویلو ده، چې افغانستان کې هم د اوږدو جګړو له امله زرګونه تنه معلول شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button