د سپټمبر پنځلسمه د ډیموکراسۍ له نړیوالې ورځې سره سمون خوري. د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي د دغې ورځې په مناسبت ویلي، چې ډیموکراسي له رسنیو پرته ژوندۍ نه شي پاتې کېدای.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش پنجشنبه د وږي پر ۲۴ د ډیموکراسۍ نړیوالې ورځې په مناسبت یوه ټویټ کې ویلي، چې ډیموکراسي په ټوله نړۍ کې د شاتګ په حال کې ده.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي که څه هم افغانستان ته اشاره نه ده کړې خو ویلي یې دي، چې د رسنیو کارکوونکي له سانسور او نیولو سره مخ دي او کله هم له لامل پرته سزا ویني.
ګوتریش ټینګار کړی، چې اوس له ډیموکراټیکو اصولو د دفاع او له بشري حقونو د ملاتړ وخت دی.
ډیموکراسي د نړۍ د ډېری هېوادونو د حکومتولۍ کړنلاره ده.