د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانستان غرنیزو سیمو ته مو ۱۰۰ زره ټنه خوراکي توکي لېږدولي دي

۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې غرنیزو سیمو ته یې تر ۱۰۰ زره ټنو زیات خوراکي توکي لېږدولي دي.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر سه‌شنبه د لیندۍ پر لومړۍ نېټه د یوه ټویټ په خپرولو ویلي، چې په ټول افغانستان کې په سږ کال ژمي کې له ۱۵ میلیون تنو ملاتړ کوي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د افغانانو لپاره د خوراکي توکو د خوندیتوب په موخه په غرنیزو سییمو کې ۳۵ ګدامونه جوړ کړي دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د ټویټ له مخې دغه بنسټ افغانستان کې د یونیسف دفتر په همکارۍ له خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره پروګرامونه زیات کړي او افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو د درملنې لپاره یې ځانګړي خوراکي توکي وېشلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان بشردوستانه برخو افغانستان کې د ستونزمن او ساړه ژمي له رارسېدو خبرداری ورکړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button