د کورداید نړیوالې موسسې پکتیکا زلزله ځپلو لپاره شاوخوا ۴۰۰ کورونه جوړ کړي دي

۸صبح، پکتیکا: د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د (کورداید نړیوالې موسسې) د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کېؤ د زلزله ځپلو لپاره د استوګنې کورونه جوړ کړي دي.

په پکتيکا ولايت کې د طالبانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئیس (مطيع الله منصور) د سه شنبه په ورځ (د غبرګولي په ۹مه) د استوګنې د کورونو د جوړولو خبر رسنیز کړ.

د منصور په وینا، په دغه ولایت کې د کورداید نړیوالې موسسې له خوا، د ۳۷۴ د هستوګنې کورونو جوړولو چارې بشپړې او زیانمنو کسانو ته وسپارل شول.

ویل کېږي چې ددغه شمېر کورونو پر جوړولو ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

تر دې وړاندې هم يو شمېر نړيوالو مرستندويه موسسو، تېر کال پکتيکا ولايت کې خونړۍ او ويجاړونکې زلزلې له امله زیانمنو شویو وګړو او کورنیو ته کورونه جوړ کړي و.

د تېر کال په دوبي کې د افغانستان جنوب ختیځ یوې زلزلې ولړزاو چې له امله یې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ او د خوست په ځینو برخو کې، سلګونه کسان ووژل شول او تر زرو زیاتو کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړل.

Back to top button