د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د فبروري ۱۳مه « د راډیو نړیوالې ورځې» ته ځانګړې کړې ده. په داسې حال کې چې د نړۍ په ګڼ شمېر سیمو کې دا ورځ لمانځل کېږي، افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د راډیویي کانالونو د پام وړ لږ فعالیتونو شاهد و. یو شمېر هېوادوال او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سیمه ییز خبریالان وايي، ډیری هغو رسنیو چې پخوا یې د ښځو لپاره خپرونې لرلې، اوسمهال فعالیت نه کوي. د هغوی په خبره، ددغو راډیوګانو ډېری یې د طالبانو له لوري د سختو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي خپل فعالیتونه ودروي. د خبریالانو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو شمېرې هم ښيي چې په هېواد کې د طالبانو رژیم په راتګ سره، لسګونه سیمه ییزې راډیوګانې د مالي سرچینو د نشتون له امله، خپل فعالیتونه په ټپه درولي دي. ددې ترڅنګ، د رسنیو ملاتړي بنسټونه دغه راز په غږیزو رسنیو کې د ښځو د شتون د پام وړ له کمښته خبر ورکوي.
ددغو شمېرو له مخې چې د هېواد له سقوطه مخکې خپرې شوې، غزني ولایت کې لږ ترلږه ۲۱ ښځینه خبریالانو په راډیوګانو کې فعالیت درلود. خو ددغو راډیوګانو اوسنۍ شمېرې ښيي چې اوسمهال په دغو راډیوګانو کې هېڅ مېرمن کار نه کوي.
معتبرې رسنیزې سرچینې چې نه غواړي نومونه یې په دې راپور کې واخیستل شي، ددغو شمېرو په رالېږلو سره تاییدوي چې اوسمهال هېڅ ښځینه خبریالانې د غزني په سیمه ییزو راډیوګانو کې فعالیت نه لري؛ په داسې حال کې چې د جمهوري نظام له سقوطه مخکې په دې ولایت کې لږ تر لږه ۲۱ مېرمنو په غږیزو رسنیو کې کار کاوه. د سرچینو په خبره، پخوا په دغو راډیوګانو کې بېلابېل پروګرامونه خپرېدل، خو اوسمهال ددغو راډیوګانو ډېری پروګرامونه دیني پوښتنو او ځوابونو ته ځانګړې شوي دي.
په پخوا او اوسمهال د غزني ولایت په رسنیو کې د ښځو او نارینه وو د کارکوونکو شمېر
پر غزني سربېره؛ په بامیان ولایت کې هم یو شمېر راډیوګانو د ښځو په ګډون فعالیت درلود. له دغو راډیوګانو یوه د «بامیان» راډیو په نوم وه. په دې راډیو کې پخوا څو تنو ښځینه خبریالانو کار کاوه او خبري او تفریحي پروګرامونه یې پرمخ بېول، خو اوسمهال وضعیت بدلون کړی. د بامیان یو اوسېدونکی چې پخوا د راډیویي شبکو اوریدونکی ؤ، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې په اوسنی وخت کې د ښځو غږ د راډیوګانو له لارې نه اورېدل کېږي. هغه وايي چې پخوا به دغو راډیوګانو ډېر پروګرامونه تولیدول او ښځینه خبریالانو د ګردي مېزونو په جوړولو، منظمو خبري، تولیدي او نورو پروګرامونو کې مهم رول درلود، د هغه په خبره، اوسمهال دغه راډیوګانې د پام وړ فعالیتونه نه لري او ښځې په بشپړ ډول له دغو راډیوګانو لیرې کړای شوې دي.
له بل پلوه، په یو شمېر ولایتونو کې داسې راډیوګانو فعالیت درلود چې یوازې د ښځو لپاره وې. په هغو راډیوګانو کې د نارینه وو ترڅنګ، ښځینه کارکوونکې هم په کار بوختې وې. اوسمهال بیا د هغو راډیوګانو خپرونې په بشپړ ډول بندې دي.
د کندهار په مېرمن راډیو کې د راډیويي پروګرامونو یوه صحنه ـــــ انځور: امریکا غږ
له هغو راډیوګانو چې د ښځو لپاره یې فعالیت درلود، یوه په کندهار کې د «مېرمن» راډیو وه. دغې راډیو چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم له بیا راتګ وړاندې نږدې یوه نیمه لسیزه یې فعالیت درلود، په ۱۳۹۹ کال کې یې د بې پولې خبریالانو له لوري د «اغېز لرونکې» نړیواله جایزه هم ترلاسه کړې وه. د دغې راډیو یو سیمه ییز خبریال ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د راډیو خپرونې اوسمهال په بشپړ ډول بندې دي. هغه زیاتوي، یو وخت ۱۵ ښځینه کارکوونکې په دې راډیو کې کار کاوه، خو د جمهوري نظام له سقوط وروسته نه یوازې ښځې له هغې راډیو لرې کړای شوې، بلکې خپرونې یې په بشپړ ډول بندې شوې. د هغه په خبره، اقتصادي ستونزې او د طالبانو له لوري د سختو محدودیتونو لګول، ددې لامل شوي چې راډیو ونه شي کولای خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د بلخ په رابعه بلخي راډیو کې د ښځینه خبریالانو د کار بهیر ــ انځور: ټولنیزې شبکې
په کندهار کې د مېرمن راډیو ترڅنګ، په بلخ کې د رابعه بلخي راډیو یوه بله غږیزه رسنۍ وه. دغې راډیو هم نږدې یوه نیمه لسیزه فعالیت درلود او په بلخ کې له نامتو سیمه ییزو راډیوګانو څخه وه. په دې راډیو کې ښځو ډیر فعالیت درلود. د هغې راډیو ودانۍ شاوخوا یو کال وړاندې د طالبانو رژیم له بیا راتګ سره، اور واخیست او ویې نشو کړای خپل فعالیت ته دوام ورکړي. د رابعه بلخي راډیو د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، د دې رسنۍ ټول وسایل د اورلګېدو له امله له منځه ولاړل او نور د ګټې اخیستو وړ نه دي.
همداراز، د رسنیو او خبریالانو ملاتړي بنسټونه د «راډیو نړیوالې» ورځې په ویاړ د بېلابېلو اعلامیو په خپرولو سره وايي چې په افغانستان کې د لسګونه غږیزو رسنیو فعالیت په ټپه درېدلی دی. د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د جمهوري نظام له سقوطه مخکې په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۴۵ راډیوګانو له څلور زرو ۶۷۷ کارکوونکو سره فعالیت درلود. په دې لړ کې یو زرو ۲۳۸ تنه یوازې ښځینه کارکوونکې وې. خو واک ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته د ۱۱۷ راډیوګانو فعالیتونه په ټپه درېدلي او ددغو غږیزو رسنیو یو زرو ۹۰۰ کارکوونکو چې څه باندې زر یې ښځینه خبریالانې وې، خپلې دندې یې له لاسه ورکړې دي.
د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنې په اعلامیې کې دغه راز ویل شوي چې اوسمهال د هېواد په کچه په ۲۲۳ فعالو راډیوګانو څخه یوازې ۱۶۳ ښځې په کار بوختې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم منلې چې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۰۰ راډیوګانې فعالیت لري. خو طالبانو بیا ددغو راډیوګانو د ښځو او نارینه وو کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
دا ټول په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د راډیو فعالیت په نږدې سلو کلونو کې له هسکو او ټیټو سره مل ؤ. «کابل راډیو» په افغانستان کې لومړنۍ غږیزه رسنۍ ګڼل کېږي چې په ۱۳۰۵ هجري لمریز کال کې یې د شاه امان الله خان د حکومت پر مهال خپل فعالیت پیل کړ. څه موده وروسته د کورنیو جګړو له امله ددغې راډیو فعالیت ودرېد.
راډیو افغانستان په ۱۳۲۰ لمریز کال کې له دیارلس کلن ځنډ وروسته بیاځلې فعالیت پیل کړ او پر هېواد د طالبانو د واک تر لومړۍ دورې پورې یې په همدې نوم فعالیت کاوه. دغې راډیو لومړی یوازې په کابل کې خپرونې لرلې، خو وروسته یې خپرونې په ټول هېواد کې خپرېدې او په ۱۳۴۲ کال کې یې نوم «د راډیو افغانستان» ته بدل شو.
طالبانو بیا په ۱۳۷۵ هجري لمریز کال کې ددغې راډیو نوم «د شریعت غږ» ته بدل کړ او په پروګرامونو کې بدلونونه راوستل. پر هېواد د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پرمهال ددغې راډیو له لارې یوازې دیني پروګرامونه او د جمعې د لمانځه خطبې خپرېدې. په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د طالبانو رژیم په سقوط سره، د خبري، تفریحي او فرهنګي پروګرامونو په خپرولو سره د راډیو افغانستان فعالیتونه بیا پیل شول. دغې راډیو د طالبانو رژیم له راتګ وړاندې، د ورځني په اوو ژبو، اتلس ساعته خپرونې لرلې.