د راډیو نړیواله ورځ؛ د هرات سیمهییزې رسنۍ: ان د ترافیکي پېښو په خپرولو کې له محدودیتونو سره مخ یو

۸صبح، کابل: د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت په هرات کې یو شمېر سیمهییزې رسنۍ وایي، چې له طالبانو سره له همغږۍ پرته هېڅ پروګرام نه شی خپرولای.
په هرات کې د یوې سیمهییزې رسنۍ مشر دوشنبه د سلواغې پر څلورویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د ترافیکي خبرونو په خپرولو کې هم د طالبانو له خوا له محدودیتونو او سانسور سره مخ دي.
هغه زیاتوي: «موږ نشو کولی په هرات کې طالبانو سره له همغږۍ پرته پروګرامونه جوړ کړو او یا د خلکو په خوښه داسې پروګرامونه چمتو کړو، چې د خلکو ستونزې منعکس کړي. آن د ترافیکي پېښو د خبرونو په خپرولو کې هم موږ له سختو محدودیتونو سره مخ یو.»
دا شکایت په هرات کې د یوې ځایي رسنۍ د مشر له خوا په داسې حال کې شوی، چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس له خوا غوښتنه شوې ده.
په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس عزیزالرحمن مهاجر وایې، له منکراتو څخه مخنیوی د رسنیو له مهمو دندو څخه بلل کېږي.
د هغه په وينا، رسنۍ بايد د «منکراتو» تر بشپړ له منځه وړلو پورې د امر بالمعروف له ادارې سره همکاري وکړي.
د فبروري ۱۳ د راډیو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري. سږکال په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې رسنۍ د خپرونو او سانسور له سختو او بېساري محدودیتونو سره لاس او ګریوان دي.