د ژغورنې نړیواله کمېټه: له ښځو پرته افغانستان کې خدمات نه شو وړاندې کولای

۸صبح، کابل: د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ویلي، چې افغانستان کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته یې په دغه هېواد خپل فعالیتونه درولي دي.
دغې کمېټې پنجشنبه د مرغومي پر پنځهلسمه یوه بیانیه کې ویلي، چې له ټولو اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره یې وړتیاوې پر ښځینه کارکوونکو پورې تړلې او له هغوی پرته دا کمېټې خدمات نه شي وړاندې کولای.
دغې کمېټې زیاته کړې: «په ټولو برخو کې له ښځینه کارکوونکو پرته موږ نه شو کولای هغو کسانو ته چې تر ډېره د دغه ناورین له امله زیانمن شوي دي اصولي پروګرامونه او د اړتیا وړ مرستې وړاندې کړو.»
دغه سازمان دې ته په اشارې، چې افغانستان کې د کورنیو ۸۲ سلنه سرپرستې ښځې له خوراکي ناامنۍ سره مخ دي زیاته کړې: «افغانستان کې د بشردوستانه مرستو او نورو ټولو هغو برخو کې، چې موږ کار پرې کوو د ښځو رول یوه عملیاتي اړتیا ده.»
د دغې کمېټې په وینا د ښځو د خوندیتوب، جنسیتي تاوتریخوالي ته د رسېدنې او د هغوی د پیاوړتیا په برخو کې افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی.
په دې لړ کې دې کمېټې ویلي، چې ښځو ته د کار اجازې له ورکولو وروسته به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته بیا دوام ورکړي.
د ویلو ده، چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې تېر کال افغانستان کې له شپږ میلیون تنو سره مرسته کړې ده.
طالبانو تېره اونۍ په یوه فرمان کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ؛ هغه امر چې ګڼې نړیوالې مرستندویه موسسې یې د خپلو فعالیتونو درولو ته اړ ایستلې دي.