ایران او طالبان او درېیو پوښتنو ته ځوابونه

په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ  وروسته، له دغې ډلې سره د ایران اړیکې تر معمول حده ګرمې شوې دي. په افغانستان کې د ایران سفارتونه او کونسلګرۍ پرانیستې دي او په تهران کې د افغانستان سفارت له ټولو غبرګونونو سره سره طالبانو ته سپارل شوی دی. ایران د دې لپاره چې طالبان خوښ وساتي، د تېر پر خلاف تر دې دمه د دې ډلې مخالفو ځواکونو ته غېږه نه ده پرانیستې. په دې وروستیو کې لکه څنګه چې لیدل کېږي، د ایران او طالبانو ترمنځ دوستي یو څه سړه شوې ده. د هلمند سیند د حقابې پر سر د دواړو غاړو ترمنځ لفظي ترینګلتیا ډېره شوې ده. ایرانی لوری طالبان په بې پروایۍ او د ژمنو په ماتولو تورنوي او طالبان د ایراني لوري د څرګندونو په غبرګون کې وچکالي او د اوبو کمښت پلمه کوي.

د ایران او طالبانو تر منځ د اړیکو په اړه، درې مهمې پوښتنې شته: ۱- د طالبانو پر وړاندې په ایران کې (دولتي او غیر دولتي ځواکونو) تګلارې څه دي؟ ۲- د طالبانو پر وړاندې د ایران د حکومت رسمي تګلاره څه ده؟ ۳- ایا د ایران او طالبانو ترمنځ د دودیزو دوستانه اړیکو ساتل ممکن دي؟ لاندې د دې هرې پوښتنې ځواب ورکول  کېږي.

۱- د طالبانو پر وړاندې د ایران تګلارې څه دي؟

په ایران کې د طالبانو پر وړاندې درې تګلارې شته، چې په هغو کې د حکومت دننه او بهر ځواکونو تګلارې شاملېږي.

۱-۱ د تقابل تګلاره: دا تګلاره طالبان نه یوازې د باور وړ ځواک نه ګڼي، بلکې د ایران ملي ګټو ته یې ګواښ بولي او حل لاره د فشار په اچولو کې لټوي، نه په تعامل کې. په دې تګلاره کې طالبان یو داسې ځواک ګڼل کېږي چې له القاعده او داعش سره ډېر مشترکات لري او د هغوی ترمنځ توپیر نه یوازې ناشونی دی، بلکې نامطلوب هم دی. دا چلند د ایران حکومت ته وایي چې باید ټولې هګۍ د طالبانو په ټوکرۍ کې کېنږدي او د دې ډلې مخالف ځواکونه له پامه ونه غورځوي. د دې تګلارې ملاتړي په ډېر خوشبینانه حالت کې وايي، که د ایران حکومت له طالبانو سره د  زور په ژبه خبرې نه کوي، نو لږ تر لږه دې د دغې ډلې او د هغې د مخالفو ځواکونو ترمنځ انډول وساتي. په دې تګلاره کې د طالبانو او «اسلامي انقلاب» تر منځ ضدیت لیدل کېږي، نه همغږي. «اصلاح غوښتونکي» ځواکونه او دغه راز په ایران کې کلتوري برخه هم د دې لارې استازیتوب کوي. په ۱۹۹۸ کال کې کله چې ایراني دیپلوماتان په بلخ ولایت کې د طالبانو له خوا ووژل شول، اصلاح غوښتونکي ځواکونو په واک کې و. اصلاح غوښتونکي پر افغانستان د پوځي برید پلوي وو او د ایران د ملي امنیت شورا یې مصوبه یې هم لرله، خو د ادارې مشرتابه له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ او بې اغېزې یې وګڼله.

۱۲پر تعامل ولاړه تګلاره: دا تګلاره له لومړۍ تګلارې سره په ټکر کې ده. په دې تګلاره کې له طالبانو سره خبرې اترې حل لاره ګڼل کېږي او باور کېږي چې د دې تګلارې په دوام سره د طالبانو ماهیت بدلېدای شي. د دې تګلارې ملاتړي له طالبانو سره په دوو دلایلو تقابل نه خوښوي: یو دا چې په دې تګلاره کې د امریکا ضد ادبیات ډېر قوت او راښکون لري او ګومان کېږي چې طالبان یو داسې ځواک دی چې د امریکا پر ضد جنګېږي. دویم، داسې انګېرل کېږي چې امریکا او د هغې لوېدیځ او سیمه ییز متحدین غواړي چې ایران په قصدي توګه له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل کړي. په دې تګلاره کې ویل کېږي، چې امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې او غواړي د خپلې ناکامۍ د جبرانولو لپاره ایران ته سرخوږی جوړ کړي. دا دوه عوامل د دې لامل شوي چې د دې تګلارې ملاتړي له طالبانو سره د تقابل د مخنیوي اړتیا تبلیغ کړي. پر دې سربېره په دې تګلاره کې طالبان هغه ډله بلل کېږي چې له اسلامي انقلاب سره مخالفت نه لري او د تعامل له لارې دغه ډله د امریکا پر وړاندې د مقاومت محور ته راوستل کېدای شي. تر ډيره «اصول پالي» ځواکونه د دې تګلارې استازیتوب کوي.

۱۳ریالیستیکه/عملي تګلاره: دا تګلاره د حکومت په دستګاه پورې اړه لري، چې له طالبانو سره د مطلق تعامل او تقابل په تړاو فکر نه کوی. په دې تګلاره کې د افغانستان کورني شرایط، د نړۍوال چاپېریال واقعیتونه، لویې نړۍوالې او سیمه ییزې لوبې او د ملګرو او سیالانو چلند د طالبانو تر ایډیالوژیک ماهیت او له دغې ډلې سره تر عقیدتي اختلافه ډیر معیار او بنسټ دی. په دې تګلاره کې ملي ګټې، ملي امنیت او د سیمه ییزو او نړۍوالو غوښتنو له مخې په پولو کې د کړکېچ د پراختیا مخنیوی د ایران په بهرني سیاست کې د چلند بنسټ دی، نه د طالبانو ایډیالوژیک ماهیت. د مخکینیو تګلارو پر خلاف، دا تګلاره له طالبانو سره  تعامل یا تقابل له وړاندې ښکاره نه ګڼي، بلکې د پولې د دواړو غاړو، سیمې او نړۍ واقعیتونه دي چې ایران ته د تعامل یا تقابل لارښوونه کوي. داسې ښکاري چې دا تګلاره اوس مهال د ایران د بهرني سیاست په دستګاه  کې د مخکینیو دوو تګلارو په پرتله د پاملرنې په چورلیز کې ده.

۲- د طالبانو پر وړاندې د ایران د حکومت رسمي تګلاره څه ده؟

ایران د طالبانو پر وړاندې دوه ډوله تګلارو ته مخه کړې ده: اعلامي او عملي تګلارو ته. بې له شکه چې همدغه دوه ډوله تګلارې نه یوازې د طالبانو پر وړاندې بلکې د پخوانیو حکومتونو پروړاندې هم تعقیب شوې.

۱-۲ اعلامي تګلاره: په دې تګلاره کې هغه موردونه شاملېږي، چې ایراني چارواکي یې په نرمه او ډیپلوماټیکه ژبه بیانوي څو ایران د افغانستان لپاره د یو ښه او مهربان ګاونډي په توګه وښيي، نه دا چې لزوماً دغه څه ته ژمن وي.

۱۲۱ایران ظاهراً طالبانو ته د حکومتولۍ ځانګړی موډل نه وړاندې کوي. که احیاناً د نسخې وړاندې کولو اراده ولري هم، د وړاندې کولو لپاره نسخه نه لري. ځکه چې د ولایت فقهې نسخه په افغانستان کې نه منل کېږي. ایراني چارواکو په وار وار ویلي چې ایران د هر هغه حکومت ملاتړ کوي چې د افغانستان خلک یې وغواړي. د ایران دغه دریځ د «د برخلیک ټاکلو د حق» د اصل د درناوي په توګه انګېرل کېدای شي.

۱-۲-۲ ایران په ښکاره د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مخالف دی. دا هغه شعار دی چې څو ځلي د ایراني چارواکو له خوا اورېدل شوی دی. په دې برخه کې د ایران دریځ د «د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې» د اصل په توګه تعبیر کېدای شي.

۲۲عملي تګلاره: په دې تګلاره کې هغه موردونه شاملې دي چې د ایران د بهرني سیاست دستګاه عملاً د افغانستان او طالبانو پر وړاندې تعقیب کړې او تعقیبوي یې.

۲۲۱په افغانستان کې له «شته حکومت» سره جوړجاړی د طالبانو پر وړاندې د ایران د عملي تګلارې یو اړخ دی. د ایراني چارواکو په وینا، د ګاونډیتوب اصل ایجابوي، چې په افغانستان کې له «شته حکومت» سره، دې ته له پام پرته چې څه بڼه او ماهیت لري، تعامل ولري. ایران له دوو تاریخي دورو پرته دغه اصل ته ژمن پاتې شوی دی: د کیڼ اړخو حکومت او د طالبانو لومړۍ واکمني. داسې ښکاري چې دا ځل به ایران له طالبانو سره د ګاونډيتوب د اصل په رڼا کې او دا چې اوس طالبان پر افغانستان واکمن دي، دې ته له پاملرنې پرته چې کوم ډول حکومت جوړوي، په خاموشانه ډول تعامل وکړي. ایراني چارواکي فکر کوي چې له رام شویو طالبانو سره چې د مدیریت امکان یې وي، جوړجاړی کیدای شي او په خپل شاوخوا کې د بې ثباتۍ مخه نیولای شي. په دې برخه کې د ایران دریځ د «جیوپولیټیک» اصل ته اهمیت ورکول بللای شو.

۲۲۲ایران په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ کوي، داسې حکومت چې ټولې ډلې او تمایلات پکې شامل وي. ښايي وویل شي چې ایران د خپلو ګټو په لټه کې دی او د یوه ټولګډونه حکومت جوړول د دغه هېواد لپاره کومه مسأله نه ده. خو ایراني چارواکي داسې فکر نه کوي او په افغانستان کې د ایران د ګټو خوندېتوب په واک کې د خپلو پلوي ځواکونو په حضور پورې مشروط ګڼي. په منځني ختیځ او افغانستان کې د ایران د بهرنۍ تګلارې موخه دا ده چې هغه ځواکونه چې له دغه هېواد سره هویتي، مذهبي او ژبي اشتراکات لري، په واک کې شریک کړي. ایرن د افغانستان په قضیو کې له ښکېلتیا راهیسې، د هغو سیاسي بهیرونو ملاتړ کړی چې پراخ بنسټه وي. د ایران دغه دریځ د «جیو کلچر» اصل ته اهمیت ورکول بللای شو. پردې سربېره، ایران د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل په افغانستان کې د سیاسي ثبات په ګټه ګڼي، ځکه په خپل شاوخوا کې بې ثباتي له زیانه ډکه ګڼي.

۲-۲-۳ ایران په افغانستان کې د لویو قدرتونو د حضور او نفوذ مخالف دی. دغه هېواد په افغانستان کې د سترو قدرتونو نفوذ د خپل امنیت په زیان ګڼي. د ایراني چارواکو په وینا، هر څومره چې ستر قدرتونه په افغانستان کې نفوذ ولري، په دغه هېواد کې به د ایران د نفوذ ساحه همدومره محدوده شي. له همدې امله ایران په افغانستان کې نه د شوروي اتحاد او نه هم د امریکا د حضور هرکلی کړی. دغه هېواد له افغانستانه د شوروي اتحاد د وتلو لپاره د جهادي ځواکونو او د امریکا د وتلو لپاره د طالبانو ملاتړ وکړ. پر همدې بنسټ، ایران په افغانستان کې د دغه هېواد د حضور د غځېدو په موخه د افغانستان او امریکا ترمنځ د «ستراتیژیک تړون» او «امنیتي تړون» د لاسلیکېدو او دغه راز د دوحې د سولې بهیر مخالف و. اوس هم له طالبانو  د ایران یوه ښکاره غوښتنه دا ده چې د امریکا غېږ ته ونه لوېږي،   او په افغانستان کې د دغه هېواد د نفوذ لپاره زمینه برابره نه کړي. په دې برخه کې د ایران اندیښنه د افغانستان «جیوستراتیژیک» اهمیت ته منسوبولای شو.

۳- ایا د ایران او طالبانو ترمنځ د دودیزو دوستانه اړیکو ساتل ممکن دي؟

۱-۳ طالبان یوه سني ایډیالوژیکه ډله ده او له شیعه فکر سره سمون نه لري.

۲-۳ ایران او طالبان د هلمند سیند د حقابې پر سر لانجه لري او ایراني چارواکي دې پایلې ته رسیدلي چې طالبان په دې برخه کې د ایران حق  ورکولو ته حاضر نه دي.

۳۳ایران د طالبانو په اړه شکمن دی، چې ښايي، له سره د امریکا لور ته لېوالتیا پيدا کړ. په دې صورت کې به د ایران لپاره لپاره سرخوږی جوړوونکي وي.

البته، د ایران او طالبانو تر منځ د دوستانه اړیکو د ټینګښت ناشونی توب په دې مانا نه دی چې ایران دې له طالبانو سره پوځي مقابلې ته مخه کړي. په دې ورځو کې ایران د منځني ختیځ او سني عربي هیوادونو له اړخه یو څه ارام شوی دی او له فرصته په استفادې سره هڅه کوي چې پر طالبانو لږ فشارواچوي څو د دغه هیواد د غوښتنو د پوره کېدو په برخه کې جدي عمل وکړي، هغه فشار چې داسې نه بریښي د ایران د خوښې وړ مطلوبه پایله ترې راووځي. ایران له لوېدیځو هېوادونو وېره لري او احتیاط کوي چې له طالبانو سره په ښکېلېدو سره دغو هېوادونو ته پلمه په لاس ورنه کړي. د ایران او طالبانو تر منځ ترینګلتیا به د لفظي شخړې له پولې وانوړي او ایران به له طالبانو سره له نظامي او له بریده زیات ټکره ډډه وکړي. دغه راز داسې نه ښکاري چې طالبان له ایران سره پوځي جګړې ته لیواله وي، ځکه چې له یوې خوا په رسمیت پېژندنې ته تږي دي او له بلې خوا په ایران کې له طالبانو ناراضه کډوال هم شته چې کیدای شي د ایران لخوا د طالبانو پر ضد وکارول شي. طالبان به دغه خطر له پامه ونه غورځوي

ورته لیکنې

Back to top button