ایران او وینزویلا د ۲۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د دوه اړخیزو همکاریو ۱۹ سندونه لاسلیک کړل

د ایران دولتي خبري اژانسونو د دغه هېواد او وینزویلا ترمنځ د همکارۍ د ۱۹ سندونو د لاسلیکولو خبر ورکړی دی.
تسنیم خبری آژانس نن سه شنبه (د جون په ۱۳مه) خبر ورکړ، چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسی، وینزویلا ته د خپل سفر په ترڅ کې، له خپل وینزویلايي سیال سره د سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې، د همکارۍ سندونه لاسلیک کړل.
د لاسلیک شویو سندونو ارزښت، د ۱۰ او ۲۰ میلیاردو ډالرو ترمنځ ښودل شوی.
رئیسي، د وینزویلا له ولسمشر (نیکولاس مادورو) سره د دغه هیواد په پلازمینه کارکاس ښار کې په کتنه کې، په اقتصادي، سیاسي، علمي او د انرژۍ په برخو کې، د همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
له بلې خوا، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو، د رئیسي د سفر په اړه پخپله ټویټرپاڼه لیکلي: «وینزویلا په نړۍ کې داسې ملګري موندلي چې په مقاومت، زړورتیا او هوډ کې ورسره متحد یو، ترڅو د آزادو خلکو په توګه پاتې شو، دوي ته په خپل هیواد کې هر وخت ښه راغلاست وایو.»
ایران او وینزویلا د امریکا تر سختو بندیزونو لاندې هغه دوه هېوادونه دي، چې د سوداګرۍ په ډګر کې ورباندې لګېدلو بندیزونو سره سره یې خپلو مینځو کې راکړی ورکړي ته دوام ورکړی دی.
د یادولو وړ ده چې دا وینزویلا ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي لومړنی سفر دی، چې په ترڅ کې یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تړونونه يي لاسلیک کړل.
تر دې مخکې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو، په ۲۰۲۲ زېږدیزکال کې له ایرانه لیدنه کړې وه او په ترڅ کې یې هغه هېواد سره د تیلو، پیټرو کیمیکل او دفاع په برخو کې یې، د ۲۰ کلنو همکاریو تړون لاسلیک کړ.
ټاکل شوی چې ابراهیم رئیسي به له وینزویلا څخه کیوبا او نیکاراګوا ته هم سفر کوي.