د ايران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرين کې يې د امريکا يو سوداګريز هدف په نښه کړی دی.
سپاه پاسداران سه شنبه د جولای پر ۲۱مه، په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دغه ځواک هوايي ځواکونو د کروز توغنديو په کارولو سره د امازون شرکت د معلوماتو مرکزي زېربنا له منځه وړې ده.
د سپاه پاسداران په وينا، دغه بريد په دارخوين کې د امريکا د وروستيو بريدونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.
دا ادعا داسې مهال کېږي چې په وروستيو ورځو کې د ايران او امريکا ترمنځ ترينګلتيا زياته شوې او دواړه لوري يو بل پر پوځي او ملکي هدفونو او زېربناوو په بريدونو تورنوي.





