ایران دوه الماني ډیپلوماټان وشړل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت، دوه الماني ډیپلوماټان، له هغه هېواده واېستل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت، پخپله ټویټر پاڼه، د چهارشنبې په ورځ (مارچ لومړۍ)، ددغه وزارت د ویاند (ناصر کنعاني) له قوله، په یوه ټویټ کې، د جرمني د ډیپلوماټانو د ایستلو اعلان وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي، چې آلماني ډیپلوماتان، د ایران په کورنیو او قضايي چارو کې، د لاس وهنې له امله، ایستل شوي دي.

له ایرانه د اخراج شویو جرمني دیپلوماتانو هویت لا هم نه‌دی په ډاګه شوی.

کنعاني، زیاته کړې، چې ایران به د زیاده‌روۍ پر وړاندې، مقتدرانه عمل وکړي.

جرمني، تر اوسه د ایران لخوا د خپلو دوو ډیپلوماټانو د ایستلو په اړه، غبرګون نه‌دی ښودلی.

جرمني په وروستیو میاشتو کې، په ایران کې د مظاهرو د ځپلو او د مظاهره چیانو د مجازاتو- په تېره بیا د هغوی له اعدامولو سره- سخت مخالفت کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button