ایران د هرات په امنیتي ناسته کې د ګډون لپاره تاجکستان ته د اسماعیل خان د سفر مخه نیولې ده

۸صبح، کابل: یوه سرچینه وایي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د هرات په امنیتي ناسته کې د ګډون لپاره تاجکستان ته د اسماعیل خان د سفر مخنیوی کړی دی.
یوه باوري او د پخواني جهادي مشر او د اوبو او انرژۍ د مخکیني وزیر اسماعیل خان د سفر په اړه خبره سرچینه دوشنبه د لیندۍ پر اوومه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې ایران د هرات په لسمه امنیتي ناسته کې د ګډون لپاره د تاجکستان هېواد پلازمېنې دوشنبې ښار ته د هغه د سفر مخه نیولې ده.
د سرچینې په وینا اسماعیل خان د هرات په لسمه امنیتي ناسته کې د ګډون لپاره بلل شوی و.
سرچینې زیاتوي، چې ایران د دغه پخواني جهادي مشر پر سیاسي فعالیتونو هم محدودیتونه لګولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسماعیل خان د هرات ښار له سقوط وروسته د طالبانو له خوا ونیول شو او وروسته د ایران مشهد ته ولاړ.
د ویلو ده، چې د ایران اسلامي جمهوریت له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د دغه هېواد سفارت او قونسلګرۍ په کابل او څو نورو ولایتونو کې فعالې دي.
د ویلو ده، چې د هرات لسمه امنیتي ناسته د «ټولګډونه سیاسي نظام: بېلګې او د لارې نقشې» په نوم سه شنبه د لیندۍ پر ۸ چې د نومبر له ۲۹ سره سمون خوري د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې خپل کار پیلوي.
ټاکل شوې ده په دې ناسته کې د افغانستان یو شمېر مخکیني سیاستوال، د مدني ټولنې استازي، اکاډمیک شخصیتونه، د رسنیو استازي، ډیپلوماتان او د اروپایي ټولنې، امریکا، پاکستان، هندوستان او تاجکستان د غیردولتي بنسټونو استازي ګډون وکړي.
دغه ناسته دوې ورځې د افغانستان د اسټراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت په کوربتوب ترسره کېږي.