ایران پرېکړه کړې، له طالبانو سره په جګړه کې د خپل وژل شوي پوله ساتي جسد په ځانګړو مراسمو سره خاورو ته وسپاري

۸صبح، کابل: د ایران حکومت له طالبانو سره په جګړه کې د خپل یوه وژل شوي پوله ساتونکی جسد به په ځانګړو مراسمو سره خاورو ته وسپاري.
تسنیم خبري اژانس، د ایران د انقلابي ګارډ اړوند رسنۍ ده، نن دوشنبه (د غبرګولي په ۸ مه) خبر ورکړ، چې له طالبانو سره په جګړه کې د وژل شوي پوله ساتونکي (محمد مهدي احمدي) جسد سبا خاورو ته سپارل کیږي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د احمدي مړی د سه شنبې په ورځ سهار اته بجې، د ایران له انقلاب جومات څخه د بوجنورد کارګر څلورلارې ته یوړل شي او بیا به خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شي.
که څه هم د ایراني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ تر دې وړاندې هم لس ځله نښتې رامنځته شوي، خو دا لومړی ځل دی چې یو ایراني عسکر د طالب وسله والو له خوا وژل کېږي.
ددغه سرتېري له وژل کېدو درې ورځې وروسته، د ایران حکومت اعلان وکړ چې جسد به یې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې به خاورو ته وسپارل شي.