د ايران حکومت اعلان کړی چې په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد په سويل د امريکا د بريدونو له امله تر ۳۰ ډېر ملکيان وژل شوي دي.
الجزيرې شبکې چهارشنبه د جولای پر ۱۵مه، راپور ورکړی چې دا څرګندونې د ايران د حکومت وياندې فاطمې مهاجراني کړې دي.
د راپور له مخې، مهاجراني ويلي چې د ايران حکومت به په ټول توان د خپلو خلکو ترڅنګ ودرېږي.
په وروستيو ورځو کې د ايران او امريکا ترمنځ پر يو بل د بريدونو کچه لوړه شوې او په سيمه کې يې کړکېچ زيات کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون امريکا د ايران د بندرونو د سمندري محاصرې د بيا پيل خبر ورکړی و.






