د ایران وسلهوالو ځواکونو امریکا ته خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي په مدیریت کې به د لاسوهنې اجازه ورنه کړي او په دې برخه کې له واشنګټن سره د هېوادونو هر ډول همکارۍ ته به غبرګون وښيي.
الجزیرې دوشنبه د جولای پر ۱۳مه راپور ورکړی چې د خاتم الانبیا د مرکزي قوماندانۍ ویاند ابراهیم ذوالفقاري ویلي چې ایران به امریکا ته اجازه ورنه کړي چې د هرمز تنګي په مدیریت کې لاسوهنه وکړي.
ذوالفقاري زیاته کړې چې ایراني ځواکونه به په دغې سمندري لار کې له هر ډول ګډوډۍ او ناامنۍ سره جدي چلند وکړي.
نوموړي ویلي چې له امریکا سره هر ډول همکاري او د دغه هېواد ځواکونو ته لوژستیکي ملاتړ به د ایران د ملي حاکمیت او ملي امنیت پر ضد اقدام وګڼل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا د هرمز تنګي د امنیت ټينګولو واګي اخلي.






