ایران: افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پروړاندې د شته ستونزو د هواري لپاره مرستې ته چمتو یو

د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ویلي، هېواد یې له بېلابېلو لارو د نجونو د زدهکړو پروړاندې د شته ستونزو د هواري لپاره مرستې ته چمتو دی.
د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سیدرسول موسوي شنبه د مرغومي پر درېیمه ویلی، چې تهران کې د طالبانو د سفارت له سرپرست سره په لیدنه کې یې د طالبانو چارواکو ته د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو د زدهکړو د ځنډېدو په هکله خپل دریځونه اعلان کړي دي.
سیدرسول موسوي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «نن مې د افغانستان د سفارت سرپرست ته په بلنې ورکولو د افغانستان په پوهنتونونو کې د افغان نجونو د زدهکړو د ځنډیدو په تړاو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د دریځ د تشریح ترڅنګ په بېلابېلو ډولونو د نجونو د زدهکړو د دوام لپاره د ستونزو د له منځه وړو په برخه کې مرستې ته د ایران د اسلامي جمهوریت چمتوالی اعلان کړ.»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت سه شنبه د لیندۍ پر ۲۹ په رسمي توګه د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو فرمان صادر کړ.