ایران: افغانستان کې مو اوسنی واکمن پلاوی په رسمیت نه دی پېژندلی

۸صبح، کابل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان اوسنی واکمن رژیم په رسمیت نه پېژني.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان جمعه شپه د مرغومي پر ۲۳ بیروت ته په خپل سفر کې یو ځل بیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې کې حال چې ویلي یې دي دغه هېواد له افغانستان سره سوداګرۍ ته دوام ورکوي جوته کړې یې ده: «موږ په افغانستان کې اوسنی واکمن پلاوی په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو له واکمنو سره د بېلابېلو موضوعګانو په اړه اړیکه او خبرېاترې لرو.»
له دې مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، چې دغه هېواد کولای شي د ایران د اقتصاد بشپړوونکی وي او هېڅ هېواد د کانونو په برخه کې د ایران لپاره تر افغانستان غوره نه دی.