ایراني او طالب چارواکو د حقابې په اړه خبرې وکړې

۸صبح، کابل: د هلمند پر سیند د ایران د حقابې پر سر د کړکېچ له دوام وروسته، تهران په دې اړه له طالبانو سره د خبرو اترو خبر ورکړ.
د ایران د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر او د ولسمشر مرستیال (علي سلاجقه) ایسنا خبري اژانس ته وویل چې دا خبرې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په لومړۍ نېټه) تر سره شوې دي.
هغه زیاته کړی: «ولسمشر شخصاً دې مسئله کې مداخله کړی او نن له طالبانو سره ناسته شوې او هیله لرو چې دا موضوع د سیاسي ډیپلوماسۍ په لور لاړه او حقابه ترلاسه شي.»
خو تر اوسه د دې خبرو په اړه نور جزئیات او لاس ته راوړنې یي نه دی په ډاګه شوي.
طالب چارواکو تر اوسه د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي له سختو څرګندونو وروسته، د هلمند د حقابې پر سر جنجال زور اخیستی. رئیسي سیستان او بلوچستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، طالبانو ته خبرداری ورکړ چې له دوی څخه به د ایران حقابه واخلي.
طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ایراني چارواکي باید په مناسبو الفاظو د حقابې غوښتنه وکړي.
دغې ډلې زیاته کړه چې د کجکي په بند کې اوبه کمې دي او ایران باید د حقابې ترلاسه کولو لپاره باران ته انتظار وباسي.
د هلمند د اوبو د تړون له مخې چې په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک شوی، افغانستان مکلف دی چې په عادي ابي کال کې ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ایران ته ورکړي.