د ایران امنیتي ځواکونو یوه ښځه له ایران انټرنشنل ټلویزیون سره د همکارۍ په تور نیولې ده

د راپورونو له مخې د ایراني چارواکو له خوا د ایران انټرنشنل ټلویزیوني چینل د تروریستي شبکې په توګه تر اعلانولو وروسته د ایران امنیتي ځواکونو یوه ښځه له دغه ټلویزیون سره د همکارۍ په تور نیولې ده.

رویټرز پنجشنبه د نومبر پر ۱۰ د ایران د نیمه دولتي فارس خبري اژانس په حواله راپور ورکړ، چې د دغه تورنه ښځه د تېښتې پر مهال نیولې شوې ده.

ایراني رسنۍ نیول شوې ښځه اغلې الهام افکاري یادوي.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، الهام افکاري د ۲۷ کلن ايراني غیږنیونکی نوید افکاري خور ده، چې په ۲۰۲۰ کال کې د یوه ایرانی امنیتی چارواکی د وژلو په تور اعدام شوې و.

د الهام افکاري بل ورور سعید افکاري په یوه ټویټ کې ویلی چې تر اوسه یې د خور د برخلیک په اړه معلومات نشته.

د ایران انټرنشنل ټلویزیوني چینل مسوولانو تر اوسه د دغه خبر په تړاو څه نه دي ویلي.

د یادولو وړ ده، چې د روانې اونۍ د سه شنبې پر ورځ د ایران د اطلاعاتو وزیر په لندن کې مېشت ایران انټرنشنل تلویزیوني چینل ترهګریز سازمان اعلان کړ. دغې شبکې په ایران کې د تېرو دوو میاشتو د پېښو په انعکاس کې مهم رول لوبولی دی.

ورته لیکنې

Back to top button