په افغانستان کې د ایران ناکامه سیاستونه

په افغانستان کې د وروستۍ یوې نیمې پېړۍ د پېښو له پیلېدو راهیسې، دوه ګاونډي هېوادونه پاکستان او ایران د افغانستان په حالاتو کې په بې ساري ډول ښکېل دي؛ خو ایران تل په دې برخه کې ناکام پاتې شوی دی، په ځانګړې توګه که د افغانستان په بدلونونو کې د پاکستان له رول او نفوذ سره پرتله شي. ټولې هغه بریاوې چې ایران په دې موده کې لرلې، د افغانستان د وضعیت له امله د هغو زیانونو په کمولو پورې محدودې دي چې ایران ته پېښېدای شوی. خو پاکستان د دې اپوټه د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې رژیمونه بدل کړل او د پاکستان د پنځم ایالت کچې ته یې راټيټ کړ او هر وخت چې افغانستان له دې حالته وتلی او د خپلواکۍ پر لور یې ګام پورته کړی، بېرته یې «پینځم ایالت» ته راګرځولی دی، داسې لکه نن چې یې د طالبانو په واکمنۍ کې ګورو.

ظاهراً تمه کیده چې واقعیت به برعکس وي؛ ځکه د سیمې څو زره کلن تاریخ ښيي چې افغانستان او ایران زرګونه کاله د یوې داسې امپراتورۍ برخې وې چې پلازمېنه یې کله په غزني، کله بلخ، کله هرات، کله نیشاپور، کله مرو او کله هم  په ری یا اصفهان کې وه. دغه ګډ تاریخ چې له ډېرو کلتوري، ژبنیو او مذهبي مشترکاتو سره مل و، کولای شوی دغه دواړه هېوادونه تر بل هر هېواد له یو بل سره نېږدې کړي، خو هېڅکله داسې ونه شول، له همدې امله دا پوښتنه را ولاړېږي چې په افغانستان کې د ایران د سیاستونو د ناکامۍ ریښه چېرته ده؟

له تاریخي پلوه په دې سیمه کې لومړۍ شخړه د صفوي دورې ته ورګرځي، کله چې دغه حکومت یوه مذهب ته د رسمیت په ورکولو او په زورسره یې پر نورو خلکو په تحمیلولو سره په دې سیمه کې د دین په اډانې کې د ژور او لوی کړکېچ د رامنځته کېدو لامل شو، چې پایلې یې لا هم روانې دي. دویم عامل په شلمه پېړۍ کې د ایراني ملتپالنې راڅرګندېدل وو چې د سیمې تمدن یې د دغه هېواد اوسنیو پولو ته رامحدود کړاو تاریخي مشترکات یې تر خپل نوي جوړ کړي ملي هویت قربان کړل. خو لوی عامل باید د ایران په انقلاب کې ولټول شي، چې په دغه هېواد کې یې ایډیالوژیک نظام رامنځته کړ. دغه رژيم له هماغو لومړيو كلونو د خپل بنسټپالي چلند پر بنسټ، له ترینګلتیا ډکې لارې ته په مخه کولو سره له عربي نړۍ تر لويديځې نړۍ پورې ډېر د ځان دښمنان کړل.  سیاست ته له دغه ایډيولوژيک لید لوري کتل چې په بې ځایه جګړو او کړکېچونو کې د دغه هېواد د طبیعي شتمنۍ د لګول کېدود لامل شول، هم ایرانیانو ته په لوړه بیه پرېوتل او هم یې په سیمه کې د بې باورۍ، ترینګلتیا او دښمنۍ د زیاتیدو زړې وکرل. د دې ایډیالوژیکې تګلارې یوه طبیعي پایله دا وه چې نړۍ د افغانستان په مسأله کې پاکستان ته وکالت ورکړي او له خلیجي هېوادونو نیولې تر اروپا او امریکا پورې د پاکستان تر شا ودرېږي او په غوښتتل شوي او یا ناغوښتل شوي ډول په افغانستان کې د دغه هېواد تګلارې ته غاړه کېږدي.

د ایران رژیم د خپل ځان لپاره په رامنځته کړي وضعیت او په سیمه کې د ترینګلو اړیکو په رامنځته کولو سره هېڅکله هم د افغانستان په مسأله کې مخکښ او پرېکنده رول نه دی لوبولی او له همدې امله یې ناکامه سیاست ته دوام ورکړی دی. د دغې ناکامۍ اوج هغه وخت څرګندېږي چې په مزارشریف کې د طالبانو له خوا د دغه هېواد ډیپلوماتان ووژل شول او ایران د دغې ډلې پر وړاندې کوم غبرګون و نه ښودل. تر ټولو لویه ناکامي او جهالت دا دی چې څو کاله وروسته یې د خپلو دیپلوماتانو قاتلین د افغانستان د قانوني حکومت پر وړاندې د جنګېدو لپاره چې له ایران سره یې ښې اړیکې اړېکې لرلې، په غېږ کې ونیول. د همدغو ناکامو لوبو پایله هغه کړکېچن حالت دی چې نن ورځ د حقابې د لانجې په نوم روان دی او د دواړو غاړو د پوله ساتونکو د ډزو لامل کیږي. هغه څه چې په بشپړه توګه د طالبانو په ګټه او د دواړو هېوادونو د خلکو په زیان دي.

ورته لیکنې

Back to top button