۸صبح، کابل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د سیمې او افغانستان په پرمختګونو کې د ایران او پاکستان د اغېزناک رول په اړه هیله څرګنده کړې او ویلي دي، چې د دغو «مشورو دوام به په سیمه کې په ځانګړې توګه د افغانستان سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.»
د ایرنا د خبری اژانس د راپور له مخې عبداللهیان دغه څرګندونې د وږي میاشتې په ۲۲ مه د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف علي خان دراني سره په لیدنه کې کړې دي.
په دې لیدنه کې امیر عبداللهیان د افغانستان د ننګونو په حل کې د مرستې لپاره د ګاونډیانو په چوکاټ کې د سیمه ییزو نوښتونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
په راپور کې ویل شوي: «د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ له ایران سره د دوه اړخیزو او سیمه ییزو مشورو په ځانګړې توګه د افغانستان تحولاتو د ارزونې په موخه تهران ته سفر وکړ.»
دا د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدو وروسته ایران ته د اصف دراني لومړنی رسمي سفر دی.
اصف دراني په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی او د طالبانو د لومړي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډون یې د دې ډلې له جګپوړو چارواکو سره لیدلي او خبرې اترې کړې دي.
پاکستان او ایران په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د «ترهګرو» ډلو له حضور څخه اندېښمن دي.
د داعش خراسان څانګه د ایران د ګټو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي او تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پاکستان لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي.
دواړو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې له دغو ډلو سره چې د دوی ګټې ګواښي جدي چلند وکړي.