د ایران د بهرنیو چارو وزیر: ځینې اروپايي چارواکي د ترهګرۍ په پراختیا کې مرسته کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان ددغه هېواد له خوا د (حبیب اسیود) له اعدامولو وروسته ځینې اروپايي چارواکي، د ترهګرۍ په هڅولو تورن کړل.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې عبداللهیان دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د مۍ په ۸ مه) د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې له مسوول (جوزف بوریل) سره په ټیلیفوني اړیکه کې، مطرح کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د حبیب اسیود د اعدام په اړه د بوریل د پوښتنې په ځواب کې وویل: «ددې پر ځای چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل ټینګ هوډ وښيي، له بده مرغه ځینې اروپایې چارواکي په مداخلې کولو سره، د ترهګرۍ د ناوړه پدیدې په پراختیا کې مرسته کوي.»

ظاهراً د هغه هدف د ځینو اروپایی هیوادونو لخوا د حبیب اسیود ملاتړ و، چې د اسلامي جمهوریت په باور، ددغه هیواد د حکومت پرضد په حملو کې یې رول درلود.

دواړو خواوو په اوکراین کې د بدلونونو، سولې ته د ټولو خواو د بیرته ستنیدو او د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کیدو په اړه، خبرې وکړې.

د یادولو وړ ده چې د ایران قضایي قوې، شنبه، د مې په شپږمه، خبر ورکړ چې اسیود په ۱۳۹۷ لمریزکال کې د ایران د وسله والو ځواکونو پر پریډ د برید اصلي طرحه کوونکی و او د مرګ سزا ورته ورکړل شوه.

د حبیب اسیود د اعدام له اعلان څو ساعته وروسته، اروپايي اتحادیې یوه بیانیه خپره کړه او د ایران دغه اقدام یې په سختو ټکو وغنده.

اروپایي ټولنې له ایرانه وغوښتل چې په راتلونکي کې د اعدام له سزا او د اعدام له عملي کولو ډډه وکړي او د دا ډول مجازاتو د لغوه کولو هڅه دې وکړي.

په دغه بیانیه کې په ایران کې، د اروپایی ټولنې د وګړو او د ایراني-اروپایي دوه ګوني تابعیت لرونکو، د زیاتېدونکي شمېر په اړه، د اندېښنې په څرګندولو سره، د سویډن له حکومت سره د اروپایی ټولنې د غړیو هېوادونو په بشپړې همکارۍ باندې، ټینګار شوی دی.

Back to top button