د کانونو د ایستلو په برخه کې له طالبانو سره د همکارۍ لپاره د ایران چمتوالی

۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي محمد حسن کاظمي قمي د طالبانو د رییسالوزرا له مرستیال عبدالغني برادر سره په لیدنه کې د افغانستان د کانونو د ایستلو په برخه کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد د چمتوالی خبر ورکړی دی.
په دې لیدنه کې، چې یکشنبه د مرغومي پر څلورمه نېټه شوې ده دواړو لوریو د کانونو د ایستلو، انرژۍ او کرنې په برخو کې د دوو اړخیزو همکاریو په اړه خبرېاترې کړې دي.
محمد حسن کاظمي قمي چې په کابل کې د ایران د سفارت سرپرستي هم پرغاړه لري، په دې لیدنه کې یې ویلي، چې هېواد یې چمتو دی ترڅو د کانونو د ایستلو په برخه کې له طالبانو سره مرسته وکړي.
قمي همداراز له طالبانو سره د کرنې په برخه کې د دغه هېواد د تجربو د شریکولو له چمتوالی خبر ورکړی دی.
د ویلو ده، چې ایران له طالبانو سره تعامل لرونکی هېواد ګڼل کېږي.