عدالت او شریعت دغه ډول وي؟
لیکنه:اتل سالار هاشمي

طالبان هر وخت د اسلامي عدالت او شریعت چیغې وهي، مشر يې ملایانو او ولسي خلکو ته په وینا کې ویل چې شریعت غواړي؛ مشروعیت نه غواړي!
ولس په همدې شعار تېر وځي. طالب ته ور نژدې شي او هر مسلمان د شریعت او عدالت پلوي کوي، نو زموږ ساده ولس به ولې له دې شعار څخه بد وړي. پوښتنه دا کېږي چې عدالت او شریعت تاسو څه ته وایاست؟ دوی وايي چې د خدای نازل کړی قانون شریعت دی او پر ټولو خلکو یو ډول د تطبیق وړ دی او باید تطبیق شي، دغه عدالت دی.
دا ښه خبره ده؛ قانون د ټولو لپاره، هر څوک يې په وړاندې باید سر ټیټ کړي، عمل په وکړي او د سرغړونې په صورت کې سزا وویني.
اوس پوښتنه دا پيدا کېږي چې ایا تېره طالبي دوره او اوسنۍ روانه دوره کې، یو طالب چارواکی په مالي او اخلاقي فساد ککړ نه شو چې ددغه شرعي قانون له مخې، سزا ور کړل شوې وای؟
که ځواب مثبت وي، نو مثال دې وړاندې کړي چې فلانی والي، وزیر، قومندان، ښاروال، ولسوال او فلان و فلان… دغه جرم وکړ، موږ پر دغه تاریخ ورته دا ډول سزا د محکمې په امر ورکړه!
که ځواب منفي وي، نو دروغ وايي، هم په دې کې دروغ وايي چې جرم يې نه دی کړی او هم دلته دروغ وايي چې قانون د ټولو لپاره یو ډول دی. قانون د غریب لپاره وي، د بې وزلي او بې کسه لپاره د پښو زولنه وي او د زر و زور د خاوند لپاره یوه حربه وي چې د خپلې ګټې لپاره ترې کار اخلي، یوه لومه وي چې تل ښکار په کوي او د هغه یو پياوړی مټ وي، چې تل خپل دښمن په پرځوي.
موږ د دواړو دورو د ځینو خلکو نومونه اخلو چې طالبان يې هم له جرم کولو انکار نه شي کولای، اما سزا يې نه ده لیدلې.
د طالبانو پياوړی نظامي قومندان (ملادادالله) په یکاولګند کې خورا ډېر ولسي بېګنا هزاره وطنوال قتلعام کړل، د طالبانو پخواني امیر ملا محمدعمر، یوازې هغه له خپلې دندې د درو میاشتو لپاره ګوښه کړ او بیا د نورو طالبانو په سپارش بېرته خپلې دندې ته ور ستون شو! ایا ستاسو له تعبیر سره سم، په شریعت کې د انسان وژنې لپاره همدومره وړه سزا تعین شوې ده؟
دویم مثال؛ امیرخان متقي چې اوس د بهرنیو چارو وزیر دی، تېره دوره کې يې له خپل صلاحیت او چالاکۍ څخه په استفادې، د ترکمنستان د ګازو واردولو قرارداد، یوازې د خپل ورور شرکت ته ورکړی و، له دې امله ددغې برخې نورو سوداګرو پر هغه کابل کې چاودنه وکړه، خو نوموړی ژوندی ځنې ووت، ایا دغه جرم نه دی؟ له خپل دولتي واک څخه ناوړه استفاده نه ده؟ فساد او خیانت نه دی؟ دغه تجاران په کابل کې پر هغه برید ته تیارېږي، نو ستاسو تر امیرانو يې دا شکایت ونه رساوه؟ ولې مو د هغه پر دې خیانت او فساد سترګې پټې کړې؟
دا اوس يې په دولت کې د خپلې کورنۍ ټول غړي پر مهمو دولتي بستونو تعین کړي دي، د مالي فساد پوښتنه يې د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې وکړئ، چې خلک يې ژوندۍ بېلګې درکړي او هلته شته زمکې و کالونۍ پخپلو سترګو ووینئ! ولې ټول امارت د هغه په اړه چوپ دی؟
که اوس ته راشم، نو ستاسو له لورې نیول شوی مجرم (حقبین) مو ولې خوشي کړ؟ پر هغه د لواطت لپاره، د هغه هلک ویډیويي کلیپ بس دی، چې پر ټولنیزو رسنیو چلېږي، د هغه د اخلاقي او مالي فساد لپاره د بولدک هر کس شاهدي ورکوي؛ نو تاسو دومره زحمت هم نه باسئ، چې د هغه د فساد له ځایه يې ثبوتونه او شواهد را ټول کړئ؟!
د پاسپورټونو په برخه کې هغه مفسد چې د نجونو په بانډار کې مو د مالي فساد له ژوندیو بېلګو سره ونیوئ، څه مو کړ؟ کومه قانوني او شرعي سزا مو ورکړه؟ ولې مو د هغو ګڼو ولسي کسانو په شان علني سزا ور نهکړه چې تاسو يې هره ورځ د خلکو تر مخ سپکوئ؟
د اخلاقي او مالي فساد، وژنو، قانون څخه د سرغړونو، انډيوالي پاللو او ګڼو جرمونو بېلګې يې دومره دي چې کتابونه پرې ډکېږي، زه په همدې یادو بسنه کوم، اوس راځم ورسره اړوندو ځینو نور خبرو ته.
که دغه عدالت وي او همدغه شریعت وي، نو بیا خو ستاسو په ټکو د هر هیواد غیر شرعي او بې عدالته نظام ستاسو پر نظام غوره دی، نه د هغوی په بې عدالتي سره خدای او رسول بدنامېږي او نه په دومره ښکاره سپين سترګۍ سره د خلکو سترګو کې خاورې اچوي، خپله هر کار کوي، د بل لور ته يې تل د ملامتۍ ګوته نیولې وي.
ایا تاسو پر دې قراني ارشاد ایمان نه لرئ؟
{أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ} [البقرة: ۸۵].
ترجمه: «نو ایا تاسو د کتاب پر یوه برخه ایمان لرئ(عمل په کوئ) او له بلې حصې يې انکار کوئ(نه يې پلي کوئ)، پس ستاسو هر څوک چې دغه کار کوي، د هغه لپاره به دنیاوي سزا رسوايي او ذلت وي، د قیامت په ورځ به سخترین عذاب ته ستنېږي او الله تعالی ستاسو له عمالو بې خبره نه دی.»
که د زاني لپاره سل درې قانون وي، تاسو د ولس پر خلکو دا قانون په وار وار تطبیق کړی دی، نو تر اوسه په دې لکونو طالبانو کې، یو هم زناکاره ونه خوت، چې دغه قانون پر جاري شي؟
که د غله لپاره د لاس پرې کول قانون وي، تاسو له ولسي کسانو څخه په همدې تور، لاسونه غوڅ کړي هم دي، نو ایا طالبانو کې یو غل تر ننه هم پيدا نه شو چې تاسو پرې قانون پلی کړی وای؟
بل ته د جاسوسۍ په تور چې مو زرګونه کسان مړه کړل، ستاسو په خپلو کسانو کې ترننه د ایران، پاکستان یا بل هیواد هيڅ جاسوس پيدا نه شو، چې تاسو ورته د ملي خیانت په تور سزا ور کړې وای؟
له دې معلومېږي چې ستاسو قانون یوازې د ولس لپاره دی، تاسو خپله ددې قانون هغه برخه عملي کوئ، چې تاسو ته يې دنیا کې ګټه رسېږي، په کومه برخه کې چې ستاسو زیان وي، هغه هيڅکله نه عملي کوئ.
فکر مو وي چې الله تعالی مو ټول اعمال څاري، هلته هيڅ سپارش، واک او پیسې کار نه کوي، د یوه یوه عمل حساب به ور کوئ، تاسو دلته له دې ویده او –خدایمهکړه- غافل ملت سره اموخته شوي یاست، هسې نه د خدای په اړه مو هم تصور پر همدې بنیادونو ولاړ وي.
ایا ستاسو شیخانو تر اوسه دا حدیث نه دی لیدلی او تاسو يې نه یاست په خبر کړي؟
عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّ قُرَيْشًا أَهَمَّهُمْ شَأْنُ الْمَرْأَةِ الْمَخْزُومِيَّةِ الَّتِي سَرَقَتْ، فَقَالُوا: مَنْ يُكَلِّمُ فِيهَا رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ قَالُوا: وَمَنْ يَجْتَرِئُ عَلَيْهِ إِلَّا أُسَامَةُ بْنُ زَيْدٍ حِبُّ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَكَلَّمَهُ أُسَامَةُ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَتَشْفَعُ فِي حَدٍّ مِنْ حُدُودِ اللَّهِ؟» ثُمَّ قَامَ فَاخْتَطَبَ فَقَالَ: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّمَا هَلَكَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ أَنَّهُمْ كَانُوا إِذَا سَرَقَ فِيهِمُ الشَّرِيفُ تَرَكُوهُ، وَإِذَا سَرَقَ فِيهِمُ الضَّعِيفُ أَقَامُوا عَلَيْهِ الْحَدَّ، وَايْمُ اللَّهِ، لَوْ أَنَّ فَاطِمَةَ بِنْتَ مُحَمَّدٍ سَرَقَتْ، لَقَطَعْتُ يَدَهَا».(سنن ابن ماجه، کتاب الحدود، باب الشفاعة في الحدود: ۲۵۴۷)
ترجمه: «له حضرت بي بي عائشې رضي الله عنها روایت دی چې د یوې مخزومیې میرمنې غلا قریش په انديښنه کې غورځولي وو، دوی سره ویل: د هغې په اړه به له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره څوک د شفاعت خبرې وکړي؟ وې ویل: له اسامه بن زید رضي الله عنه پرته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره بې کچې مینه لري، بل څوک د دې جرأت نه شي کولای. نو اسامه رضي الله عنه ورسره خبرې وکړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «ته له الهي حدود د یوه په اړه خبرې کوې؟» بیا دی ولاړ شو، بیان يې وکړ، وې ویل: اې خلکو! تر تاسو وړاندې خلک له دې وجې تباه شول(ټولنیز نظام يې ګډوډ شو) چې کله به شریف(د زر او زور خاوند) غلا وکړه، دوی حد نه پر جاري کاوه او کله چې به کمزوري وکړه، بیا يې حد پر جاري کاوه؛ زما دې په الله سوګند وي! که زما لور فاطمه غلا وکړي، زه به يې لاس پرې کړم.»
که تاسو دا حدیث نه وي لیدلی، نن يې له عربي متن او پښتو ترجمې سره وګورئ، که د عمل توان مو درلود، نو تر خپل منځ شته مجرمان مو را ونیسئ، تر بل هر چا وړاندې سزا ور کړئ، که عمل نه پرې کوئ، د هغې ورځې انتظار کوئ، چې الله تعالی له خپلو سرغړونکو بندګانو سره په کې حساب و کتاب کوي! پر تاسو به د خپلو اعمالو له وجې داسې کسان مسلط کړي، چې تر تاسو به هم ډبرزړي او افراطیان وي، هغوی به مو یوځل په دې دنیا رسوا او ذلیل کړي، بیا به خدای په هغه دنیا کې سخترین عذاب درکړي!
د هغې ورځې انتظار کوئ چې ستاسو د عمل مکافات مجسم ستاسو مخته راشي، ودرېږي او ستاسو د عذاب لپاره يې خوله وازه کړې وي!
هغه ورځ به خپلې بدعملۍ یوه یوه ستاسو سترګو ته ګرځي، ذهنا به يې ناارامه کړي یاست او د خپل ملت په وړاندې به شرمنده و ذلیل یاست! د خدای قانون د هیچا پروا نه کوي! کله چې د مهلت ورکړې موده پوره شي، بیا هر څومره زورور، مغرور، د زور او زر مالکان هم را پرځوي، هغه ولسي وګړي به درباندې خاندې، چې تاسو د عدالت او شریعت په نوم، بېموجبه ولس کې شرمولي وو، خو پر همدې جرم چې ولسي کسانو ته مو یوازې د ګومان له امله سزاوې پر ورکولې، خپلو کسانو ته يې له اقرار او شواهدو سره نه ورکوئ!