د کوکنارو خلاف مبارزه که طالبانو ته د مالي سیروم لګولو نوې پلمه؟
لیکنه:سپین ګل

کندهار ته د قطر د صدراعظم له سفره وروسته، د طالبانو په اړه پر نړیوال سټېج د ستاینو یو بل پړاو د نیشه یي توکیو پر وړاندې د مبارزې پر محور پيل شوی. د دغو ستاینو پيل، د بریتانیا السیس موسسې وکړ او ادعا یې وکړه، چې د سپوږمکۍ له لارې یې په افغانستان کې ترلاسه شوي د نیشه یي توکیو د بېساري کمښت ښودنه کوي.
له دغې ادعا سره، هم مهاله د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د یادې موسسې ادعا تایید کړه او ویې ویل، چې د دغه راپور پر ریښتیا والي شک نه لري.
دا دواړه خبرونه پر داسې وخت خپاره او د نړیوالو پام یې ځانته واړوه، چې تمه ده راتلونکې اونۍ ټام ویسټ متحده عربي اماراتو او بریتانیا ته د افغانستان په اړه سفرونه ولري.
ویسټ د خپلو دغو سفرونو جزیات نه دي روښانه کړي، خو د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ورڅخه، دوی سره پر همکارۍ، د دغو سفرونو د متمرکزولو غوښتنه کړې ده.
تر دې مخکې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې له امریکا سره یې د خپلې دښمنۍ د پای ته رسیدو او د ښو اړیکو د لېوالتیا اعلان کړی و، له امریکا او نړیوالو غوښتي و، چې دوی سره د نیشه یي توکیو پر ضد د مبارزې لپاره- لږ ترلږه په کال کې دوه میلیارده امریکایي ډالره- مرسته وکړي.
د طالبانو په پلوۍ، د لویدیز او په ځانګړي ډول د امریکا او بریتانیا تازه تبلیغات څرګندوي، چې ښایي نیږدې راتلونکي کې له نیشه یي توکیو سره د مبارزې په نوم، طالب رژیم ته د مالي مرستو د استولو هڅه وشي.
تر دې مخکې، له افغانستان سره د بشري مرستو په نوم هره اونۍ طالبانو ته د څلویښتو او ان اتیا او لا زیاتو میلیونو امریکایي ډالرو د استولو شاهدان وو او یوو.
طالبان، چې له امریکا او متحدینو سره یې په یوه مرموزه استخباراتي معامله کې، د افغانستان واکمنان شول، په اصولي لحاظ امریکا او متحدین یې هیڅ ورسره د تعامل او اړیکو حق نه لري.
دغه ډله په نړیواله کچه د بشري حقونو د نقض، تروریزم او نورو بشر ضدو کړنو له امله مشهور نوم لري، تر دې چې امریکا او ملګرو ملتونو یې د مهمو مشرانو نومونه د بندیزونو له لیستونو نه دي ویستي.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنولو معامله، چې استخباراتي اساس لري او لویدیز ترې په سیمه کې د خپلو جیوپولیټیکو اهدافو د مخته وړلو لپاره ګټه اخلي، پرته له دې چې په یو او بل نوم میلیونونه او میلیاردونه ډالره ورنه کړل شي، خپل رژیم چلولای او حاکم ساتلای نه شي.
امریکایي او طالب لوري وار دمخه، په دې اړه غږیدلي او توافق یې کړی، چې ددغې ډلې ماموریت به په مختلفو بڼو اکمالوي او نه پریږدي، چې د بودیجوي او اکمالاتي ضعف له کبله سقوط یا کمزوری شي.
په افغانستان کې د نیشه یي توکیو د کښت کمولو په نوم، د طالبانو رژیم ته لابيکول، د همدغسې پټو توافقاتو د عملي کیدو یوه بله برخه کیدای شي. په اوسنيو سیاستونو او تعاملاتو کې یې دا یو طبیعي اصل دی، چې د ځینو پلان شویو چارو له تطبیقه مخکې، په هغې اړه وار دمخه زمینه او ذهنیت سازي په دغه توګه کیږي.
نړیوالو، لکه څنګه چې د بشري مرستو په نوم د ټولو توقعاتو خلاف، د طالبانو رژیم ته بېحساب و کتابه میلیاردونه ډالره ورسول، اوس د نیشه یي توکیو پر ضد د مبارزې په نوم، میلیاردونه نور ډالره ښایي ور ولیږي. دا کار ممکن او حتمي ځکه دی، چې هم د امریکا په تور لیست کې شامل سراج الدین حقاني له امریکا سره د خپلې دښمنۍ د ختمولو او ښو اړیکو د لېوالتیا اعلان کړی او هم هغه له نړیوالو څخه د نیشه یي توکیو پرضد د مبارزې لپاره، د لږ ترلږه دوه میلیارده ډالره مرستې غوښتنه کړې ده!
ددې ترڅنګ، د نیشه یي توکیو د وضعیت ارزولو په نوم د بریتانوي بنسټ فرمایشي راپور او ورڅخه د امریکایي استازي ټام ویسټ ملاتړ؛ لکه د فوټبال د توپ وهلو لوبه، په دې برخه کې نور ترسره شوي اقدامات دي.
د طالبانو د رژیم دوام؛ لکه چې روښانه ده، د نړیوالو له مرموزې همکارۍ، تمویل او ملاتړ پرته ناممکن دی! افغانستان له بده مرغه، د نړۍ د مرموزو موخو او ښکیلاکي سیاستونو بیه، په ډېر پرې کوي او نړۍ په ښکاره خواخوږي هم ورسره لري. له دغه وضعیت څخه د وتو لپاره، هغه افغانان چې له هېواده بهر دي او کولای شي دغه لوبې رسوا او نړیوالو ته، د دوی د دوه ګونو لوبو په اړه باید اعتراض وکړي، خپل غږ پورته کړي، څو ولو که یو کمه فیصدۍ که هم وي، ددغې لوبې د ژر ختمولو او مسیر بدلیدو زمینه برابره شي.