په دې وروستیو کې د عربستان او اسرائیلو د اړیکو د عادي کېدو لپاره هڅې ډېرې شوي دي. د امریکا متحده ایالات چې د منځګړي په توګه رول لوبوي، هڅه کوي په دې برخه کې خبرې اترې ژر تر ژره د منلو وړ پایلې ته ورسېږي. تازه د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، له فاکس نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې د مذاکرې له لارې اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کېدو د پرمختګ په اړه خبر ورکړی: « هره ورځ له اسرائیلو سره د عادي کېدو له یوه تړون سره نږدې کېږو.»
عربستان، داسې شرایط وړاندې کړي چې له امریکا سره د دفاعي تړون جوړښت، یو له هغو نه دی په کوم کې چې ریاض باید د امریکايي له پرمختللو وسلو ګټه واخیستلای شي او که چېرې تر ګواښ لاندې راځي د امریکا له لوري یې ملاتړ وشي. د اټومي سوله ییز او غیر پوځي پروګرام د ریاض بل شرط دی چې لا هم روښانه نه ده واشنګټن او تل اویو د ریاض دغو دوو غوښتنو ته لبیک ویلی دی او کنه. د عربستان بله مهم غوښتنه چې د اړیکې د عادي کېدو مانع بلل کیږي، د فلسطین موضوع ده. دغه موضوع د دې ترڅنګ چې د ریاض لپاره ارزښت لري، هغې ته د اسرائیلو غاړه ایښودل ناشونې برېښي.
پوښتنه داده چې د اړیکو د عادي کېدو پر سر له اسرائیلو سره په خبرو اترو کې د عربستان لپاره د فلسطین مسله څومره ارزښت لري؟
۱- ریاض نه شي کولای په اسلامي نړۍ کې خپل ځای له پام نه وغورځوي
سعودي هېواد په اسلامي نړۍ کې له ځانګړي ځای نه برخمن دی او له هغه نه د « خادم الحرمین الشریفین» په توګه یادونه کېږي. دغه ځای د آل سعود لپاره مهم دی. آل سعود د اسلامي نړۍ په تېره عرب د مشرتابه لپاره له خپلو سیالانو سره تل په شخړه کې دی. د بېلګې په توګه، د عربستان شاهي د مصر له ولسمشر جمال عبدالناصر سره ښې اړیکې نه درلودې؛ ځکه چې نوموړي غوښتل د «عربوالي» د موضوع له مخې د عربي نړۍ مشرۍ په غاړه واخلي. همدا ډول، له ناصر وروسته، د عراق ولسمشر صدام حسین، د عربي نړۍ مشرتابه فکر په سر کې درلود چې د آل سعود د منلو وړ ونه ګرځېد. د ناصر او صدام لپاره، عربوالی پر اسلامیت ارزښت درلود چې له همدې امله یې هڅه د عربو یووالی وو نه د مسلمانانو.
خو، د عربستان کیسه بل ډول ده. دغه هېواد دوه ابزارونه کاروي: عربوالی او اسلامیت. نه یوازې عربي هېوادونه چې خوښوي اسلامي نړۍ تر خپل واک لاندې راولي. تر ټولو مهم عامل چې آل سعود یې د اخوان المسلمین له جریان سره په شخړه کې اچولی دی، د اسلامي نړۍ د مشرتابه پر سر شخړه ده. له همدې امله، په نورو هېوادونو په تېره مصر کې د دغه جریان د ځپلو لپاره له هېڅ ډول هڅو نه نه لاس په سر نه شو. همدا ډول، له تهران سره د ریاض اوږد او جدي سیالۍ کولای شو د اسلامي نړۍ د مشرتابه پر سر اختلاف وګڼو.
د عربستان لپاره د اسلامي نړۍ د مشرۍ داعیه مسوولیت ورپه غاړه کوي او هغه دا چې که چېرې په کوم ځای کې د مسلمانانو حقونه نقض کېږي، باید له هغو نه دفاع وکړي. تر دا مهاله د مصر (۱۹۷۹)، اردن (۱۹۹۴)، عربي متحده امارات، بحرین او مراکش (۲۰۲۰) هېوادونو له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره هڅې کړي چې د امریکا متحده ایالتونو د اسانتیاوو د برابرولو رول لرلای دی. خو له تل اویو سره د ریاض د اړیکې عادي کول د پورته هېوادونو په پرتله د ارزښت وړ ده؛ ځکه د اسلامي نړۍ مرکز دی چې نه یوازې عربي نړۍ چې اسلامي هېوادونه هم تر خپل اغېز لاندې راوړلي. کولای شو ووایو چې سعودي عربستان د فلسطینیانو لپاره وروستۍ هیله ده؛ ځکه که چېرې دا هېواد اسراییل په رسمیت وپېژني، د فلسطین هېواد د تشکیل موضوع یا لږترلږه د هغوی د نسبي حقونو ټینګښت څنډې ته کېږي.
ریاض له اسرائیلو سره د اړیکې د عادي کولو پایلې ته پرته له دې چې د فلسطین موضوع ورته ارزښت ولري، پام کوي او په ساده ډول نه غواړي ګواښ ومني. په هماغه کچه چې د عربستان هڅې د فلسطینیانو د حقونو د ټینګښت لپاره کولای شي یاد هېواد ته اعتبار ورکړي، په هغو باندې سترګې پټول کولای شي په اسلامي نړۍ کې یې ځای ته زیان ورسوي. همدا ډول، په عربستان کې عامه احساسات، د فلسطین د خلکو د وضعیت د ناخوښۍ په اړه دی. سمه ده چې د عربستان شاهي پر جغرافیا او خلکو یې کنترول لري او مخالف غږونه کولای شي په ساده ډول غلي کړي، خو هرکله چې عامه احساسات د دیني لېوالتیا له امله راپورته شي، داسې چاودنه تولیدوي چې ویجاړي رامینځته کوي.
له همدې امله، ستونزمنه ده چې ریاض د فلسطیني خپلواک دولت د تشکیل له شرط نه په شا شي. ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان، د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي مجمعې د کلنۍ ناستې په څنډه کې له الاخباریه خبري شبکې سره په خبرو اترو کې، وویل چې د فلسطین او اسراییلو د ستونزو حل لاره، د فلسطیني خپلواک دولت رامینځته کول دي. همدا ډول، محمد بن سلمان له فاکس نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې، ددې ترڅنګ چې له اسراییلو سره یې د مذاکراتو په اړه له پرمختګ نه خبر ورکړ، وویل چې د بریالیتوب شرط دادی چې د فلسطینیانو موخې ترسره شي.
۲- ریاض د واشنګتن ااو تل اویو له مجبوریت نه ګټه اخلي
د جو بایډن دولت په دې پوهېږي چې د ریاض او تل اویو تر منځ سوله ټینګه شي؛ ځکه غواړي له هغه نه د ټولټاکنو په کمپاینونو کې د لاسته راوړنې په توګه ګټه واخلي. جو بایډن د دې لپاره چې د یهودیانو رایه ترلاسه کړي، ریاض له تل اویو سره نږدې کوي؛ ځکه په امریکا کې مېشت یهودیان په منځني ختیځ کې د دا ډول شرایطو د رامینځته کېدو غوښتونکي دي چې د اسرائیلو په دوستانو کې زیاتوالی راشي. دا په داسې حال ده چې ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۰ میلادي کال کې، امارات، بحرین او مراکش له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کېدو ته وهڅول، خو ویې نه شوای کړای په ټولټاکنو کې د بریا رایه ترلاسه کړي.
اسراییل هم اړ دی. له یوه لوري په منځني ختیځ کې د امریکا حضور پیکه کېږي او بل لوري ته، تمه کېږي چې د ایران اړیکه د سیمې له سیالانو سره په تېره د فارس خلیج د همکارۍ له شورا سره د ښه کېدو په لوري لاړه شي. له همدې امله، د دې لپاره چې د ایران سیالان پیاوړي کړي، له عربستان سره دوستۍ ته ارزښت ورکوي. تل اویو په اسلامي نړۍ کې د ریاض ځای او اعتبار ته پاملرنه لري، په همدې توګه کېدای شي تر یوه ځایه د دې هېواد غوښتنې ومني. دې همدې لپاره ده چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي کلنۍ ناسته کې له عربستان سره د اړیکې د عادي کېدو په اړه هرکلی وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کې بریا د نوي منځني ختیځ د رامنیځته کېدو لامل کېږي. د واشنګتن او تل اویو مجبوریتونو ته په کتو، ریاض هڅه کوي چې د فلسطین له موضوع نه په خبرو اترو کې د فشار د ابزار په توګه کار واخلي. د ریاض دغه دوه غوښتنې ( د دفاعي تړون لاسلیک، د غیرپوځي اټومي پروګرام) هغه مهال کولای شي د امریکا او اسرائیلو له لوري ومنل شي چې د فلسطینیانو حقونه ټینګ شي. عربستان د فلسطین له موضوع نه په ګټې اخیستنې، کولای شي خپلې نورې غوښتنې ترلاسه کړي. خو د فلسطینیانو د حقونو ټینګښت او هغه څه چې د فلسطیني خپلواک دولت د رامینځته کېدو په اړه یې څرګندوي، ناشونې برېښي؛ ځکه د بنیامین نتانیاهو دولت چې په افراطي دولت یادېږي، نه یوازې د فلسطییانو د حقونو په اړه فکر کوي، بلکې د هغوی د ځپلو او په اشغالي سیمو کې د ښارګوټو سیاست ته دوام ورکوي.
۳- د فلسطین له موضوع نه د ریاض تېښه، په اسلامي نړۍ کې د ایران اعتبار زیاتوي
ایران او عربستان د اسلامي نړۍ د مشرتابه پر سر یو بل سره په شخړه کې دي. د ریاض لپاره د منلو وړ نه ده چې ایران، ان شیعي عرب هېوادونه د خپل ځان تګلاري کړي. ایران نه یوازې ځان د شیعي نړۍ استازی بولي، بلکې د دې لپاره چې ځان د اسلامي نړۍ د مشرتابه وړ وبولي، له اسرائیلو سره خپله دښمني د فلسطینیانو له حقونو نه په دفاع کې توجیه کوي. دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل، د خپل څنګ دولت متحد و او د اسلامي جمهوري دښمني له هغه سره له دې اړخ نه ډېره ده. د بېلګې په توګه، مصر د ایران شاه ته پناه ورکړه او د اسلامي جمهوري د هغه په غبرګون کې، څو څلوېښت کاله کیږي چې له مصر سره دیپلماتیکه اړیکه نلري. په داسې حال کې چې مصر په تېر کې د فلسطیینانو له جدي ملاتړ کوونکو نه و.
ایران د دروغو په غبرګون بسنه نه ده کړې او له اسرائیلو سره د سولې مخالفو ځواکونو ( حماس او د اسلامي جهاد) څخه مالي او وسلهوال ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده چې حماس او اسلامي جهاد دوه سازمانونه دي چې د سنیانو له لوري اداره کېږي. همدا ډول فلسطینیان نه شیعه دي او نه فارسي ژبي. په دې توګه، هغه فلسطینیان چې هم سني دي او هم عرب که چېرې د ریاض له لوري په معامله ونیول شي، طبیعي پایله یې د عربستان د اعتبار کمول او په اسلامي نړۍ کې به د ایران د اعتبار زیاتوالی وي. لکه څنګه چې د ایران ولسمشر، سید محمد ابراهیم رئیسي، د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي کلنۍ ناستې په څنډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې، له نوموړي نه د ریاض او تل اویو د اړیکې د عادي کولو په اړه پوښتنه وشوه، وویل: « دا ډول تړون د فلسطین د خلکو په شا خنجر او د هغوی مقاومت به وي.»
همداراز، د فلسطین خلک، د فلسطینۍ ادارې تشکیلات، د حماس سازمان او اسلامي جهاد که چېرې د د ریاض له لوري د هغوی په غوښتنو سترګې پټې کړای شي، ترډېره به په ایران پورې وتړل شي چې آل سعود دا ګواښ درکوي. ریاض تل اویو ته په نږدې کېدو، کېدای شي د خپل لویدیځو متحدینو نه ډېر څه ترلاسه کړي، خو په اسلامي نړۍ کې د ځای په ټیټوالي او د ایران د ځای په لوړوالي نه ارزي.