آیا په افغانستان کې د بشر د حقونو ټینګښت د سیمې هېوادونو لپاره لومړیتوب دي
لیکوال: ف س

واک ته د طالبانو له راتګ څخه راپدېخوا یو شمېر د سیمې هېوادونه د نورو هېوادونو په پرتله د افغانستان د وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دي. دوی په ځلونو د افغانستان د وضعیت په اړه د ناستو کوربتوب کړی دی. د بحثونو او ناستو له اجنډا داسې ښکاري چې له زده کړو او کارکولو د ښځو منع کول چې له بشري حقونو څخه شمېرل کېږي، او دا مهال په افغانستان کې نقض کېږي، د دغو هېوادونو لپاره د پام وړ مسله نه ده. تازه مورد کې، د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګانګ، او د پاکستان د بهرنیو وزیر بلاول زرداري بوتو، د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې د ترهګرۍ، سوداګري او اړیکو په اړوند بحث او خبرې کړي دي. په دې لیدنه کې، پر طالبانو د هغوی د بشري ضد سیاستونو په اړه جدي نیوکه نده شوې.
دا ډول ناستو کې، د سیمې د هېوادونو او د طالبانو د ګډو ګټو په اړه خبرې کيږي خو تمه نه کېږي چې په دا ډول ناستو کې چې د افغانستان د خلکو مشروع استازی ګډون نلري، د افغانانو د ګټو په اړه خبرې وشي. واقعیت دادی کله چې د سیمې هېوادونه له طالبانو سره په مذاکره کې د «ګډو ګټو» په اړه خبرې کوي، هېواد کې د طالبانو بشري ضدي سیاستونه د دوی کورنۍ موضوع بولي او څنډې ته یې پرېږدي یا هم که لازمه وي نو لنډه او مختصره نیوکه پرې کوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر کین کانګ، اسلام اباد کې په یوې خبري ناسته کې وویل: «اړینه ده چې طالبان د خپلو ګاونډیو امنیتي اندېښنې جدي ونیسي او افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره پیاوړي ګامونه واخلي.» چین د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ له لوري د امنیتي ګواښ له اړخه اندېښمن دی او له طالبانو غواړي چې له دغه تحریک سره مبارزه وکړي. د طالبانو د اصلي ملاتړ کوونکي په توګه د پاکستان دولت، چې تر اوسه یې دغه ډله په رسمیت هم نده پېژندلې او په ځلونو یې افغانستان کې د بشر د حقونو مسله جدي نده نیوله خو له نړیوالو یې تل غوښتي چې له طالبانو سره تعامل او اړیکې ټینګې کړي. د پاکستان بیا ترټولو لویه اندېښنه له پاکستاني طالبانو سره د افغانستان د طالبانو د اړیکو ساتلو په اړه ده.
روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د ازبکستان د اسلامي ګوند له شتون او دغه راز د هېواد په شمال لویدیځ کې د داعش او انصارالله ډلو د کړنو په اړه اندېښمن دي. د ایران دولت په افغانستان کې د داعش له شتون څخه د ګواښ احساس کوي. پردې سربېره، دغه هېواد ته د اوبو مسله هم یوه حیایتي موضوع ده. تر دا مهاله کوم څه چې د ایران لپاره اړین و، د امنیت او اوبو مسله ده. افغانستان کې لومړیتوبونه د امنیت پر موضوع راڅرخي نه د بشر د حقونو په اړه. د نړۍوالو لپاره د افغانستان د خلکو حقوق او آزادۍ نه، بلکې په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه او امنیتي ګواښونه ورته ترټولو مسایلو اړین دي. له همدې امله، د نړۍ هېوادونو تر دا مهاله د طالبانو پر وړاندې له نرمې او خنثا دیپلماسۍ نه کار اخیستی دی.
سره له دې چې طالبان د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل دي، خو د سیمې هېوادونه له طالبانو سره د همکاریو د ټینګښت په هڅه کې دي. د یو شمېر دغو هېوادونو سفارتونه په کابل کې فعال دي او سره له دې چې له طالبانو سره په تعامل کې دي، په خپلو هېوادونو کې له دغې ډلې رسمي کوربتوب هم کوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دوو کلونو وړاندې یې طالبان خپل دښمن بلل او اوسمهال بیا د افغانستان د حاکمانو په توګه له طالبانو سره د خپلو ګټو د ټینګښت په موخه، اړیکې ټینګې ساتي. رښتیا دادي چې هغوی له طالبانو غواړي هغه ترهګرې ډلې چې د یادو هېوادونو لپاره ګواښ پېښوي، وځپي. هغوی غواړي چې له طالبانو نه د ابزار په توګه ګټه واخلي، خو دا به د هغوی لپاره دروند زیان پېښ کړي. ځکه طالبان پخپله یوه ترهګره ډله ده او په دا شان ترهګرې ډلې باور کول لویه تېروتنه ده. له طالبانو سره دا ډول چلندونه کېدای شي افغانستان کې د ترهګرو ډلو د زیاتوالي لامل شي.
د سیمې هېوادونه د طالبانو له ایدیولوژۍ او کړنو سره ښه بلد دي. هغوی ددغه هېواد د طالبانو د حاکمیت د لومړۍ دورې، تېرو شلو کلونو او د تېرو دوو کلونو د پېښو شاهدان وو او همداراز د طالبانو په ټولو جنایتونو خبر دي. هغوی پوهیږي چې طالبان یوه ترهګره ډله ده او سره له دې چې واک یې ترلاسه کړی دی بیا یې هم له ترور او وحشت نه لاس ندی اخیستی. ددې ډلې په کارنامه کې ځانمرګو بریدونه، چاودنې، جنسیتي آپارتاید، نسل وژنې، قومي او ژبني تعبیضونه، د عامو جنګي اسیرانو وژنې، له سیمو څخه د خلکو په زوره کډه کول، برمته کول، وهل ټکول، په اعتراض کوونکو او منتقدینو بریدونه، د خلکو د زمکو غصب او د بشري ضد په لسګونو جنایتونه ثبت دي.
طالبانو نور خپل ټولنیز ارزښت له لاسه ورکړی دی. په تېرو دوو کلونو کې ډغې ډلې حتی خپلو لارویانو او سرتېرو ته هم خپل اعتماد له لاسه ورکړی دی. طالبان د ځپلو، تاوتریخوالي او د وحشت په رامنځته کولو له لارې غواړي خلک خپل اطاعت ته اړ کړي.
ټول هغه څه چې په اړه یې یادونه وشوه، د سیمې د هېوادونو لپاره د ورځې د رڼا په شان روښانه دي. خو په افغانستان کې بیا د طالبانو بشري ضد کړنې د سیمې د هېوادونو لپاره کلیدي مسله نده. د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د بشر د حقونو نقض، ددغو دولتونو د معمول سیاست یوه برخه ده. له همدې امله، ویلی شو چې د بشر د حقونو د نقض په اړه د سیمې د هېوادونو او د طالبانو ترمنځ ګډ روایت شته. ایران پخپله په جنسیتي او مذهبي تبعیض، د ښاروندانو په ځپلو او د مدني او بیان ازاديو په نقض تورن دی. دغه راز یاد هېواد د ترور او د وحشت سیاست په پلي کولو هم تورن دی. د ایران دولت په ځلونو خپل ښاروندان نیولي، وهل ټکولي او اعدام کړي دي چې د بشري ضد کړنه یې بللی شو.
کله ناکله د سیمې هېوادونه د افغانانو پر وړاندې د طالبانو کړنلارې او بشري ضد سیاستونه د افغانستان د کورني سیاست یوه برخه بولي او غوره بولي چې په دې برخه کې خپل بې پلویتوب وساتي. ځیني هېوادونه هم د طالبانو کړنې د افغانستان د خلکو منل شوي دودونه بولي او له همدې امله د طالبانو د بې عدالتیو په وړاندې له غبرګون ښودلو ډډه کوي. د بېلګې په ډول، د سیمې د هېوادونو په اند جنسیتي تبعیض او له زده کړو او کارکولو نه د ښځو منع کول، د افغانستان د فرهنګ یوه برخه ده. تېرکال مني کې، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان په ناسته کې د وینا پرمهال ویلي و چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د ښځو د حقونو مسله او دغه راز نجونو ته د زده کړو د اجازې نه ورکول ددغه هېواد په فرهنګي او دودیزو مسایلو کې ریښه لري. نوموړي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د بشري حقونو د ارزښتونو د منلو په چاره کې دغه «حساسیت» ته پام وکړي.
په پایله کې ویلی شو چې د سیمې د دولتونو ټولې ناستې او کنفرانسونه له نړۍ او طالبانو سره د خپلو امنیتي اندېښنو شریکولو په موخه وې. له ترهګرۍ سره مبارزه، سوداګریز تعامل، د ټولګډونه حکومت رامنځته کول (چې طالبان یې اصلي برخه دي) په دغې ډلې د تحریمونو لیرې کول او د افغانستان د بندوشویو پیسو آزدېدل، له نړۍوالې ټولنې ددغو هېوادونو له اصلي غوښتنو څخه دي. هغوی خپلو ګټو ته په پام، په افغانستان کې د یوې ستونزې په توګه د بشر د حقونو ناورین او شته جنسیتي اپارتاید په نرمه ژبه او په ډېر ملاحظه کارانه ډول مطرح کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشر د حقونو نقض کورنۍ موضوع نه بلکې له نړۍوال امنیت او پایښت لرونکې پرمختیا سره نغښتې مسله ده. د سیمې د هېوادونو له لوري طالبانو ته دومره ارزښت ورکول په افغانستان کې د هغوی له لوري د ظلم او وحشت د ډېرېدو لامل شوی دی. نو له همدې امله د افغانستان خلک باید نور پوه شي چې د خپلو حقونو او ازادیو ترلاسه کولو لپاره له بهرنیو هېوادونو د مرستې تمه ونه لري او په خپله دې د خپلو بشري حقونو د ټینګښت لپاره لاس په کار شي.