ننګرهار کې د داعش ډلې يو غړی ونيول شو

۸صبح، ننګرهار :د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي چې، د ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد ښار بېز اکمالاتي سيمه کې د داعش ډلې يو غړی نيولی چې غوښتل يې د رېکشا په وسيله څلور ماينونه د ښار بېلابېلو سيمو ته ولېږدوي.
د يوې سرچينې د معلوماتو له مخې یاد کس غوښتل چې دې ماينونو ته د کب نهمې، د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ورځې د لمانځغونډې پر مهال جلال اباد ښار کې چاودنې ورکړي، چې موخې ته له رسېدلو وړاندې ونیول شو.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د جلال نهمې ناحیې اړوند بارګینو سیمه کې په يوې رېکشا کې د ماین چاونې له امله یو تن ووژل شو.