که څه هم د امریکايي ۤپوځيانو په د روان لمریز کال په اوړي کې د داعش د بریدونو د زیاتوالي خبرداری ورکړی و، خو ظاهراً د هوا په سړېدو سره د دغې ډلې بریدونو زور اخیستی دی. یوازې په تېرو دوو میاشتو او اوو ورځو کې په افغانستان کې د داعش د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۹۶ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې ۷۳ تنه ملکي وګړي او ۲۳ تنه د طالبانو غړي وو. په دې موده کې پر وژل شویو سربېره ،۱۴۱ ملکي وګړي او ۲۱ طالبان ټپیان شوي دي. په تېرو دوو ورځو کې یوازې په کابل او ننګرهار کې دوه وسله وال بریدونه او یو ځانمرګی برید شوی دی. دغو درې واړو بریدونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. خوهېوادوال د دغو بريدونو پر دوام اندېښنه څرګندوي او په هېواد کې د امنیت د ټينګښت غوښتنه کوي. سیاسي څېرې به په دې باور وي، چې افغانستان به د سترو قدرتونو د سټراټیژیکو سیالیو پر ډګر بدل شي او د طالبانو د کنټرول له دایرې به ووځي.
د رارسیدلو رپوټونو له مخې، د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۲مه، د مازدیګر په شاوخوا ۴ بجو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سیمه کې زوروره چاودنه وشوه. په ننګرهارکې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس د دې چاودنې له امله د شپږو ملکي وګړو ټپي کېدل تاییدوي. دغه چاودنه هغه مهال وشوه، په دغه ولایت کې د پاتې یوازینی هندو چرن سینګ هټۍ ته څېرمه اېښودل شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل. ځايي اوسېدونکي وايي، چاودنه دومره زوروره وه، چې د نږدې کورونو او دوکانونو ښيښې يې ماتې کړې او ځايي اوسېدونکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي. د طالبانو ځايي مسوولينو دغه راز د دغې پيښې ځاى ته څېرمه د دوو نورو ماينونو د کشف او شنډولو خبر هم ورکړى دى. که څه هم تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو د ډېری دغه ډول بریدونو مسوولیت د داعش خراسان څانګه پرغاړه اخلي.
پر دې سربېره، د کابل په کارته پروان سیمه کې د پاکستان سفارت درې ورځې وړاندې (جمعه،د لیندۍ ۱۱مه) د وسله وال برید شاهد و. ویل کیږي بریدګرو د پاکستان د سفیر عبیدالرحمن نظاماني د ترورو هوډ درلود، خو بریالي نه شول. پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دی چې ښاغلی نظاماني د سفارت په انګړ کې د ګرځېدو په حال کې و، چې ډزې پرې شوې دي. د دغه برید په پایله کې د اسرار محمد په نوم د پاکستان د سفارت یو تن ساتونکی ټپي شوی دی. ویل شوي، چې دغه ډزې سفارت ته څېرمه له یوې ودانۍ شوې دي. طالبانو هم اعلان کړی، چې له ډزو وروسته، د دغې ډلې ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د پاکستان سفارت ته نږدې یې په یوې ودانۍ یو شکمن کس له دوه میله وسلو سره نیولی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د خپل سفیر د وژلو هڅه «یوه جدي امنیتي تېروتنه» بللې او دا پېښه یې ډېره د اندېښنې وړ بللې ده. دغه وزارت د لیندۍ په ١١مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په کابل کې يې پر سفارت د ډزو په تړاو په اسلام اباد کې د طالبانو سفير احضار کړى دى. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګارکړی چې د پاکستان د ډیپلوماټیکو استازولیو او کارکوونکو امنیت او ساتنه د افغانستان د «لنډمهالي حکومت» مسوولیت دی. په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید پراخ غبرګونونه راپارولي دي. امریکا متحده ایالتونو، بریتانیا او د یو شمېر نورو هېوادونو چارواکو دغه برید غندلی دی.
که څه هم د داعش خراسان څانګې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی، خو د پاکستان حکومت د دغې ډلې اعلان ته د شک په سترګه ګوري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه کړې، چې له طالبانو سره په مشوره د دغه برید په اړه په خپلواکه توګه څېړنه وکړي او د داعش د ادعا دروغ او ريښتیا څرګند کړي. د پاکستان حکومت د دې قضیې د څېړلو د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ممتاز بلوڅ ویلي، دا برید د دې ګواښ یوه بله یادونه ده، چې ترهګري یې د افغانستان او سیمې د سولې او ټيکاو لپاره رمنځته کوي.
په یوه بل مورد کې د کابل په دارالامان سیمه کې د حزب اسلامي پر مرکزي دفتر هم د جمعې په ورځ، د لیندۍ په ۱۱مه، وسله وال برید وشو. په دې پېښه کې دوو برید ګرو د حزب اسلامي د مرکز د دفتر په انګړ کې د جمعې د لمانځه پر مهال پر یوه جومات برید وکړ. د دغو بریدګرو موخه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار وژل وو، خو هغه ته زیان نه دی رسېدلی. د رپوټونو له مخې، د ګلبدین حکمتیار د ساتونکو او بریدګرو ترمنځ د وسله والې نښتې په پایله کې یو لمونځ کوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. ښاغلی. حکمتیار په یوه ویډیويي پیغام کې دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې ځانمرګي بریدګر د ښځو په جامو کې جومات ته ننوتي وو، خو د هغوی په ځانونو پورې د تړلو چاودېدونکو توکو تر چاودېدو مخکې د ده د ساتونکو له خوا له منځه یوړل شول.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له دغه برید یوه ورځ وروسته، د حزب اسلامي له مشر سره کتلي او هغه ته یې د لا زیات امنیت د تامین، د دغه برید د عاملینو د نیولو او مجازاتو ډاډ ورکړی دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله د حزب اسلامي پر دفتر برید په کلکو ټکو غندلی دی.
په الجهاديه مدرسه کې چاودنه
دغه راز د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۹مه، د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې په الجهادیه مدرسه کې خونړۍ چاودنه وشوه. دا چاودنه د ماسپښین د لمانځه پر مهال وشوه چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په دې چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. د دغې پېښې په قربانیانو کې ۲۰ ماشومان هم شامل دي.
په ايبک ښار کې په یوه جومات کې دننه چاودنې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو سياسي څېرو غبرګونونه پارولي دي. د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې پر الجهادیه ښوونځي برید «وحشیانه» بللی او زیاته کړې یې ده:«په سمنګان کې وحشیانه برید چې په پایله کې یې لسګونه کسانو ته چې ډېری یې ماشومان وو، مرګ ژوبله واوښته، زړه بوږنوونکی دی د ماشومانو پر وړاندې دغه راز ډارن برید د افغنستان پر راتلونکي برید دي» د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر دغه برید «کرکجن» بللی او ویلي یې دي، چې د افغان ماشومانو درناوی او ساتنه باید وشي.
یوناما د دغې خونړۍ چاودنې د هر اړخیزې څېړنې خبر ورکړی او د دغې مدرسې له مسوولانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې ځواب ویونکي و اوسي. تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په هرات کې وسله وال برید
په هرات ولایت کې له څه مودې راهیسې د وسله والو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي. ویل کیږي چې داعش ډله په دغه ولایت کې د ریښې د غځولو پلان لري، خو طالبانو په هیواد کې د داعش فزیکي حضور رد کړی دی. ځایي سرچینو په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوې پوستې د برید خبر ورکړی دی. دغه بريد د انجيل ولسوالۍ په چهارباغ فيروزه سيمه کې شوی دی. د دغه وسله وال بريد په پایله کې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د طالبانو پردغې پوسته برید کومې ډلې کړی دی. طالبان هم په دې اړه څه نه وايي.
تر دې وړاندې په هرات کې د طالبانو د الفاروق قول اردو د کارکوونکو پر کاسټر موټر د وسله والو له لوري برید شوی و. دغه برید د لړم په ۷مه، وشو چې په پایله کې یې د طالبانو د ډلې ۵ تنه غړي ووژل شول او ۱۸ تنه نور ټپیان شول. داعش ډلې د دغه وسله وال بريد مسووليت پرغاړه اخيستى او څرګنده کړې يې ده، چې د دې ډلې يوه جنګيالي د دغه کاسټر پر سورلۍ ډزې کړې دي.
په یوه بله پېښه کې وسله والو د هرات په فرقه شهرسیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی دی. د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د وسله والو کسانو او طالب جنګیالیو ترمنځ نښتې د لړم د مياشتې د پنځمې نېټې له شاوخوا درېیو بجو د ورځې تر نیمایي پورې دوام درلود.ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې په دې برید کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي. په هرات کې د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
تر دې وړاندې د کابل په برچي سیمه کې یوې بلې خونړۍ پېښې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د رپوټونو له مخې، دوه میاشتې او اوه ورځې وړاندې (جمعه،د تلې ۸مه) وسله والو بریدګرو د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز برید وکړ. د دغه برید په پایله کې لږ تر لږه ۵۳ تنه ووژل شول او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شول. د دغې پېښې ډېری قربانیان ښځینه زده کوونکې دي.
دغه برید د سیاسي شخصیتونو، نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې له توندو غبرګونونو سره مخ شو. د بښنې نړیوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید وحشتناک بللی او ویلي یې دي، چې پر هزاره مېشتو سیمو دا ډول بریدونه د افغانستان د خلکو په ساتنه کې د طالبانو د شرمناکه بې کفایتۍ او بشپړې ناکامۍ ښکارندويي کوي.
طالبانو د دغه برید پړه پر داعش ډلې اچولې او ویلي یې دي چېد هغه عاملان یې وژلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تلې په ۳۰مه، د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې د پوځي عملیاتو خبر ورکړ. هغه وویل، چې دغه عملیات د داعش د خراسان څانګې پر یوه پټنځای ترسره شوي چې په پایله کې یې د دغې ډلې یو شمېر جنګیالي وژل شوي دي. مجاهد څرګنده کړه: «په دغو عملیاتو کې وژل شوي داعش وسله وال هغه کسان وو، چې د وزیر محمد اکبر خان د جومات په وروستۍ چاودنې او د دشت برچي پر کاج ښوونیز کورس برید او د ملکي وګړو پر وړاندې یو شمېر نورو جنایتونو کې یې لاس درلود.»
د هیوادوالو او سیاستوالو غبرګون
بلخوا، یو شمېر هېوادوال په جوماتونو، تکیه خانو، خانقاوو اوعامه ځایونو کې د داعش د بریدونو پر دوام اندېښنه څرګندوي. هېودوال په ښاري مسافر وړونکو موټرو، شخصي غونډو او خصوصي ناستو کې تل د دغو اندېښنو په هکله خبرې کوي. که څه هم هېوادوال په هیواد کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي، خو له طالبانو د امنیت د ټينګښت تمه نه لري.
يو شمېر سياسي څېرې چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د« هرات د امنيتي غونډې» تر سرلیک لاندې يوه غونډه کې د ټولګډونه سياسي نظام د رامنځته کېدو او په افغانستان کې د شته ننګونو د حل په موخه د خبرو لپاره راټولې شوې وې، د دغې غونډې په څنډه کې یادونه وکړه چې طالبان د امنیت د ټينګولو توان نه لري .د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود خبرداری ورکړ، چې افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز او د ترهګرو ډلو د جلب او جذب پرځای بدل شوی دی. مسعود زیاته کړه: په افغانستان کې د تېرو ۱۶ میاشتو پېښې او په دوشنبې کې د هرات د دوه ورځنیو امنیتي خبرو مسلکي موندنې ښيي، چې طالبان په هېواد کې د سولې او ټیکاو د راوستو لپاره په خپله کړې ادعا کې په بشپړه توګه پاتې راغلي او د وضعیت د کنټرول توان نه لري. د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر افراسیاب خټک هم په دې غونډه کې وویل، چې افغانستان د سترو قدرتونو ترمنځ د سټراتیژیکو سیالیو پر ډګر بدل شوی دی. خټک دا هم ویلي چې طالبان به دوام ونه کړي. ځکه چې «افراطی او بدوی»دي او د حکومت کولو توان نه لري.
په دې غونډه کې د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال فرهاد سليم هم په افغانستان کې د ترهګریزو فعاليتونو د زياتوالي په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې يې د يوه ټولګډونه سياسي نظام پر جوړولو ټينګار وکړ.
دا هر څه په داسې حال کې دي، چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ لوی درستیز جنرال کنټ مکنزي د تېرلمریز کال په کب میاشت کې د دغه هېواد د سنا جرګې د وسله والو ځواکونو له کمېټې سره په خبرو کې د 1401 کال په اوړي کې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د بېرته پېلېدو په تړاو خبرداری ورکړی و،. مککنزي ویلي وو، چې طالبان په هیواد کې د داعش د ځپلو په هڅو کې «ناکام» شوي دي او امکان لري چې د اوړي په رانژدې کیدو سره په دغه هیواد کې د داعش ترهګریزبریدونه زیات شي.