اسلام اباد: په اوسنیو حالاتو کې موږ له پاکستاني طالبانو سره خبرو ته حاضر نه یو

د پاکستان په حکومت کې رسمي سرچینې وايي، له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره د اسلام اباد شرط ددې ډلې بشپړ تسلیمېدل دي.
ایکسپریس تریبیون، د یکشنبې په ورځ (د جون په ۴مه) د رسمي سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې اسلام اباد افغان طالبانو ته ویلي چې له تحریک طالبان پاکستان سره به وروسته له هغې خبرې وکړي، چې دغه ډله وسلې پر زمکه کښېږدي او تسلیم شي!
یوې رسمي سرچینې، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، دې ورځپاڼې ته ویلي: «موږ نور له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو په لټه کې نه یو! موږ به د خبرو امکان یوازې هغه وخت په پام کې ونیسو، چې تحریک طالبان تسلیم شي او خپلې وسلې پر زمکه کښېږدي!»
هغه زیاته کړه:«زموږ دا وړاندیز خورا څرګند او خبره یوه ده؛ که مني او که نه!»
د سرچينو په وينا، اسلام اباد په تېرو څو مياشتو کې، د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې، د تحریک طالبان پاکستان د خونړيو بريدونو له امله، له دغې ډلې سره خبرو اترو ته حاضر نه دى.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، پاکستاني طالبان، د پاکستاني پوځ له عملياتو وروسته، افغانستان ته تښتېدلي او د ډیورنډ کرښې سيمو کې ځای پر ځای شوي دي.
افغان طالبان هڅه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان سره، د اسلام اباد د سولې په خبرو کې د منځګړي رول ولوبوي.