د اسلام اباد غونډه؛ بیجینګ او اسلام اباد به طالبانو ته څه ووايي؟

نن (د ١٤٠٢کال د غويي ١٦مه،) د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې درې اړخيزه غونډه جوړېږي، چې د پاکستان د استازو ترڅنګ به د چين او طالبانو استازي هم پکې ګډون ولري. د طالبانو د استازي په توګه به په دې ناسته کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ګډون وکړي. د راپورونو له مخې، له دې امله چې د ښاغلی متقي نوم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی، په دې غونډه کې یې ګډون نه شوی کولای. خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د ځانګړي استازي د غوښتنې پر بنسټ د دغه سازمان د بندیزونو کمېټې هغه ته په لنډ مهالي ډول پاکستان ته د سفر اجازه ورکړه. دا ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د تېر کال د نومبر په ۲۹مه او د روان کال د فبرورۍ په ۲۲مه پاکستاني چارواکو کابل ته دوه ځلې سفرونه وکړل او له طالب چارواکو سره یې وکتل او خپلې اندېښنې او غوښتنې یې شریکې کړې. پاکستان او چین دواړو له طالبانو سره خپلې اړیکې تودې ساتلي او دواړه له طالبانو سره د تعامل د تګلارې د خپلولو پر اړتیا ټینګار کوي. دغه راز دواړه د بل هر هېواد په پرتله پر طالبانو ډېر نفوذ لري. دغه دواړه هېوادونه نه یوازې له طالبانو سره خپلو نږدې اړیکو ته دوام ورکوي، بلکې پر نورو هېوادونو هم غږ کوي چې دغه تګلاره تعقیب کړي. د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د افغانستان د روان کړکېچ د هواري په موخه د سیمې د هېوادونو په کچه ګڼې غونډې جوړې شوې، چې چین او پاکستان هم پکې ګډون لرلی دی. خو د چین او طالبانو د استازو په ګډون د دغې درې اړخیزې غونډې جوړېدو، هغه هم په اسلام اباد کې په ذهنونو کې پوښتنې را پیدا کړې دي. په دې برخه کې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې بیجینګ او اسلام اباد به طالبانو ته څه وايي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره، اړینه ده چې لاندې ټکو ته پام وشي:
۱- د دې ناستې او د دوحې د غونډې تر منځ چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ جوړه شوې وه؛ اړیکه شته، په دې مانا چې دا غونډه د هغې په دوام ده. که د دوحې غونډه نه وای شوې، څرګنده نه وه، چې د اسلام اباد غونډه به کیږي او کنه. داسې ښکاري چې طالبانو ته د دوحې په غونډه کې د ګډونوالو هېوادونو د پیغام لېږد به یو له هغو ټکو وي چې په دې ناسته کې پرې خبرې کېدای شي. که دا انګیرنه سمه وي، د طالبانو استازو ته به د بیجینګ او اسلام آباد پیغامونه تر ډیره زیری نه بلکې، نصیحتونه او خبرداري وي. دوی به د طالبانو استازي ته ووايي چې نړۍ به د دوی د رژیم د رسمیت پېژندنې په برخه کې تر هغو ګام وانخلي، چې دا ډله د نړۍ غوښتنې عملي نه کړي. داسې ښکاري چې د طالبانو ضد او سرټمبګۍ ان د دې ډلې پلویان او مینه وال ناراضه کړي دي. دا سمه ده چې بیجینګ او اسلام اباد د طالبانو ملګري دي، خو دا په دې مانا نه ده چې د نړۍ او طالبانو ترمنځ په شخړه کې به طالبان غوره کړي. یوې خوا ته نړۍ او بلې خوا ته د طالبانو ډله ده. له نږدې دوو کلونو راهیسې نړۍ نه ده توانیدلې چې طالبان له خپل دریځه یو اینچ هم شاته کړي او ښکاره ده چې د دې وضعیت دوام ان د دې ډلې پلویان هم خواشینې او ناراضه کوي.
۲- اسلام اباد په پاکستان کې د ترهګرۍ له ودې اندېښمن دی. د پاکستاني طالبانو (TTP) د ځپلو پر اړتیا د اسلام اباد ټینګار او په دې برخه کې له افغان طالبانو د همکارۍ غوښتنه کېدای شي د دې غونډې د اجنډا په سر کې وي. له طالبانو سره د پاکستان اړیکې په پیل کې ګرمې او دوستانه وې. خو له هغې وروسته چې په پاکستان کې د (TTP) بریدونه زیات شول، دواړه لوري د دوستۍ د ټینګولو په اړه نه بلکې د اړیکو د د نه پرې کېدو لپاره د هڅو او له احتیاطه د کار اخیستو خبره کوي. ویل کېږي چې کابل ته د پاکستاني چارواکو په رسمي سفرونو کې د پاکستانیانو دریځ دوستانه نه، بلکې آمرانه و. په لومړي سر کې پاکستانيان خوښ ښکارېدل چې د طالبانو په واکمنېدو سره به په افغانستان کې د لاسوهنې لپاره خلاص لاس ومومي، خو پایله یې د دوی د تمې پرخلاف وه. ټي ټي پي د پاکستان له پوځ سره اوربند مات کړ او د پاکستاني پوځ پر ضد یې خپل بریدونه بېرته پیل کړل، تر دې چې پاکستانيان ادعا کوي چې دغه ډله له افغانستانه د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه کوي. داسې بریښي چې پاکستان د ټي ټي پی پر وړاندې په خپله مبارزه کې جدي او هوډمن دی او د دې ډلې د ځپلو لپاره به هر ډول اړینه لاره غوره کړي، ان که دا لاره د افغانستان له خاورې تېره شوې وي. د هیوادونو لپاره، ملي امنیت داسی شی نه دی چې لیلام او معاملې ته وړاندې شي. پاکستانيان هڅه کوي چې د ټي ټي پي په ځپلو سره خپل ملي امنیت تامین کړي، ان که دا هڅې د طالبانو د ناخوښۍ او له دې ډلې سره د اړیکو د پرې کېدو لامل شي. تر اوسه طالبان نه دي توانېدلي چې د ټي ټي پي د ځپلو په موخه د همکارۍ لپاره د پاکستان غوښتنې پوره کړي. دا کار د دې لامل شوی، چې پاکستان د پخوا په څېر د نړۍ له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته لېوالتيا ونه ښيي، خو نه دا سې چې په بشپړ ډول یې لېوالتیا له لاسه ورکړې وي، د بېلګې په توګه: د طالبانو د بیا واکمنېدو په پیل کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د سیمې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل او غوښتل یې دغه هېوادونه وهڅوي چې طالبان په رسمیت وپېژني.
۳- د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یووالي ساتل د چین لپاره د اندېښنې وړ خبره ده. د چین یوه هڅه دا ده چې افغانستان له هنده لېرې او پاکستان ته نږدې کړي، نه دا چې د دغه هېواد د نفوذ په ساحې یې بدل کړي. یو له هغو ټکو چې ښايي په دې غونډه کې به پرې خبرې وشي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د یووالي د ټینګښت اړتیا وي. چین د دې لپاره چې خپل اقتصادي پلانونه په سمه توګه پلي کړي، د پاکستان او افغانستان دوستي په تېر، اوس او راتلونکي کې اړینه ګڼي. د حامد کرزي او محمد اشرف غني د حکومتونو پر مهال وخت ناوخته د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي شخړې او له طالبانو د پاکستان د ملاتړ شکونه زیاتېدل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو زمینه یې له منځه وړله. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي شخړه هغومره جدي شوې نه ده، لکه پخوا چې وه او چین دې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو د یوه فرصت په سترګه ګوري. له سرحدي شخړې موخه له پاکستاني پوله ساتونکو سره د طالبانو د پوله ساتونکو ورځنۍ شخړه نه ده، بلکې د تاریخي شخړې په تړاو د دواړو لورو ادعاوې دي. چین فکر کوي چې که د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه په بنسټیزه توګه پای ته ونه شي رسولای، لږ تر لږه کولای شي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په لنډه موده کې له ترینګلتیا وباسي، ترڅو د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ د چین لویو اقتصادي پلانونو ته زیان ونه رسوي. له بلې خوا هغه نفوذ چې چین یې پر طالبانو لري، په افغانستان کې یې له طالبانو مخکې حکومتونو باندې نه درلود. چین اوس هم پر پاکستان نفوذ لري او کولای شي له خپل نفوذه په استفادې دغه هېواد طالبانو ته نږدې کړي. چین ښايي فکر وکړي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د طالبانو او اسلام اباد تر منځ د اړیکو د ټینګښت لپاره مناسب دی، څو د دې دوستۍ تر سیوري لاندې خپل اقتصادي پلانونه په ښه توګه پلي کړي.
پر دې سربېره ، چین پر طالبانو باندې له خپل نفوذه په استفادې سره ښايي دا ډله وهڅوي چې د ټي ټي پي د ځپلو لپاره له پاکستان سره همکاري وکړي. هغه څه چې پاکستان تر اوسه پکې پاتې راغلی دی. داسې ښکاري چې د پاکستان دغه رازغوښتنه د چین پر میز اېښودل شوې ده. که دا احتمال سم وي، دا وروستی غوراوی دی چې پاکستان یې د ټي ټپي پي د ځپلو لپاره د همکارۍ په موخه د طالبانو د قانع کولو لپاره کاروي. که د ټي ټي پي د ځپلو لپاره له پاکستان سره د طالبانو د همکارۍ د اړتیا په اړه د چین منځګړیتوب کار ونه کړي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکي به لاپسې ترينګلې شي.
چین په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت ملاتړ کوي. بیجینګ په خپل ګاونډ کې داسې هیواد نه غواړي چې مشروع حکومت ونه لري. چین په افغانستان کې بې ثباتي، ګډوډي او افراطیت په خپل زیان ګڼي، نو ځکه په افغانستان کې د ټولګډونه مشروع حکومت ملاتړ کوي. د ټولګډونه سياسي جوړښت پر جوړېدو د چين ټينګار هغه ټکی دی چې ښايي د دغې غونډې په اجنډا کې شامل وي. چین پوهیږي چې طالبان په یوازې سر په افغانستان کې ثبات نه شي راوستلای. د چین په وینا، په افغانستان کې ثبات هغه مهال تامینیدای شي چې یو جامع او مشروع سیاسي جوړښت رامنځته شي. چین په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په حضورناخوښ و، خو په وتو یې هم چندان خوشاله نه دی. ځکه درک کړې یې وه، چې د امریکا غیر مسوولانه وتل او واک ته د طالبانو راستنېدل د افغانستان ثبات ته زیان رسوي. چین په افغانستان کې اوږدمهالې اقتصادي موخې لري. دغو موخو ته د رسېدو لپاره اړینه ده، چې ثبات تامین شي او د دغه هېواد په ګاونډ افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. په افغانستان کې د ثبات په نشتوالي کې چین پر دې پوه شوی چې د خپلو اقتصادي پلانونو د عملي کولو لګښت به دوه برابره شي. چین پوهېږي چې په افغانستان کې بې ثباتي به یوازې تر دغه هېواد پورې محدوده نه وي او پاکستان او منځنۍ اسیا ته به هم غځېږي، هغه ځایونه چې د «نوې ورېښمو لارې» په نوم د چین په لوی اقتصادي پلان کې شامل دي. په دې ناسته کې ښايي د چین د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته په څرګنده او جدي ژبه ووايي چې په پراخو اصولو سره دې د یوه ټولګډونه سیاسي جوړښت جوړولو ته چمتووالی ولري. دغه را به پاکستان وهڅوي چې په افغانستان کې مثبت او رغنده رول ولوبوي. څرګنده ده چې چین نه غواړي افغانستان ته پوځي ځواکونه واستوي او نه هم غواړي چې پر افغانستان یو ځانګړی سیاسي او اقتصادي موډل تحميل کړي. دغه راز نه غواړي چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي. واک ته د طالبانو له رسیدو مخکې او وروسته د چین له چلنده دا جوتیږي چې چین تر ډېره اقتصادي اهداف تعقیبوي او په ندرت سره دامنیتي – سیاسي اهدافو په لټه کې دی.
۵- چین په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د ځواکونو په حضور اندېښمن دی. د طالبانو له لوري به دغه غورځنګ ته د وفادارو ځواکونو ځپل، یپه دې غونډه کې د بحث یو مهم ټکی وي. چین فکر کوي چې دغه غورځنګ ته وفادار ځواکونه د افغانستان په شمال کې حضور لري. د افغانستان شمال د واخان دهلیز له لارې د چین له سینکیانګ [د دغه غورځنګ اصلي مرکز] سره نښلول شوی دی. د دغه غورځنګ ځپل د چين لپاره مهم دي. که چین په افغانستان کې امنیتي اندېښنې لري، یوازې د دغه حرکت له امله دي. له طالبانو د چین تر ټولو مهمه غوښتنه د دغه غورځنګ په ځپلو پورې رالنډېږي. په افغانستان کې د سیاسي ثبات نشتوالي او په دغه هیواد کې د ګډوډۍ او افراطیت خپریدو چین تر بل هر وخت ډیر اندیښمن کړی دی. لکه څنګه چې لیدل کیږي، طالبانو لا تر اوسه د چین پر دې غوښتنې غور نه دی کړی. چین وېره لري چې د دغه غورځنګ ځواکونه به له القاعدې او داعش سره اړیکې ټینګې کړي او د دغه هیواد امنیتي ګواښونه به زیات کړي.
چینایان له افغانستانه د امریکا وتل ناورین ګڼي. چین فکر کوي چې له افغانستانه د امریکا په وتلو سره پر خپلو اوږو دروند مسوولیت لېږدوي: یو دا چې د یوه ستر سیمه ییز ځواک په توګه باید د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره تر بل هر هېواد ډېر کار وکړي- له پاکستانه نيولې تر افغانستان منځنۍ اسیا او ایران پورې؛ دويم، د ختیځ ترکستان غورځنګ په ځپلو سره خپل ملي امنیت ټینګ کړي. چین فکر کوي چې له طالبانو سره تقابل او پر دغې ډلې فشار اچول ګټور نه دي، يعنې د دې پر ځای چې دغه ډله د ختيځ ترکستان د غورځنګ د ځپلو لپاره وهڅوي، ښايي له دغه غورځنګ سره چې د چين په زيان دی، همکارۍ ته وهڅول شي. تر اوسه چینایان فکر کوي چې له طالبانو سره د تعامل د تګلارې دوام د پرمختگ یوه لاره ده او کار ورکوي او ښايي که دغه ډله دغه غورځنګ ته د وفادارو ځواکونو ځپلو ته ونه هڅوي، لږ ترلږه ددې ډلې له ملاتړ ه به يې لېرې وساتي. بيجینګ په افغانستان کې یوازې اقتصادي موخې لرلې او غلی يې د ترلاسه کولو په لټه کې و، خو له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه له ګنګوسو او په ځانګړې توګه له دغه هېواده درهغې له قطعي وتلو وروسته، د چین اقتصادي موخې له امنیتي ملحوظاتو او اندېښنو سره مخامخ دي. دا هیواد پر امریکا شکمن دی؛ ځکه فکر کوي چې که د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا زیاته شي، امریکا به د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ ملاتړ وکړي، چې دا د چین لپاره جدي خطر بلل کېدای شي.