استانبول هوايي ډګر له پرانیستل کېدو تر اوسه ۱۱۷ میلیارده یورو ګټه کړې

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې په ۲۰۱۹ کال کې د استانبول نړیوال هوايي ډګر له پرانیستل کېدو راهیسې تر اوسه ترکیې ته ۱۱۷ میلیارده یورو اقتصادي ګټه رسېدلې ده.

اناتولي خبري اژانس شنبه د اګسټ پر ۱۳ د ترکیې د ټرانسپورټ او زېربنا چارو وزیر اسماعیل اوغلو په حواله راپور ورکړی، چې نوموړي د استانبول هوايي ډګر د اقتصادي اغېزو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

اوغلو زیاته کړې، چې د استانبول هوايي ډګر د ترکي حکومت له خزانې بهر په ۱۰٫۲۵ میلیارده یورو پانګونې جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې: «کومه اجاره چې باید ترلاسه شي، ۲۶ میلیارده یورو ده. په اقتصاد کې یې له پرانيستلو راهیسې ۸۰٫۷ میلیارده یورو ونډه ده. له بل هر ډول لګښت پرته یې په ټوله کې ترکیې ته ۱۱۷ میلیارده یورو ګټه لرلې ده.»

د اوغلو د اطلاعاتو پر بنسټ، د استانبول هوايي ډګر په ملي عاید کې ۲۳٫۷۵ میلیارده یورو، تولید کې ۵۱٫۳ میلیارده یورو، صادراتو کې ۴٫۳ میلیارده یورو او په مالیاتو کې یې ۱٫۲۳ میلیارده یورو ونډه لرلې ده.

د یادونې وړ ده، چې د استانبول هوايي ډګر د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر پر ۲۹ پرانيستل شو، چې ۹۷۲ زرو ترکانو ته یې کاري زمینه برابره کړه.

ورته لیکنې

Back to top button