د استانبول غونډه؛ د افغانستان لپاره رامنځته شوی فرصت

داسې ښکاري چې د استانبول د سولې غونډه له بندون سره مخامخ ده. د رپوټونو له مخې، حکومت، د ملي روغې جوړې عالي شورا او یو شمېر سیاسي بهیرونه به هر یو په جلا جلا طرحو سره دغې غونډې ته ولاړ شي.
امریکا، ترکیه او د ملګروملتونو سازمان د استانبول له ناستې تمه لري چې دا غونډه د افغانستان د جګړې او سولې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي. له همدې امله دوی ویلي چې که د جمهوریت لوري استازي له یوې واحدې طرحې سره په دغه ناسته کې ګډون و نه کړي، له جوړولو به یې لاس واخلي.
که څه هم د ملي روغې جوړې عالي شورا اوسمهال د جمهوریت لوري د بېلابېلو طرحو د توحید او یووالي لپاره کار کوي خو ښايي دا کار زیات وخت واخلي. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم ددغې ډلې له مشرانو سره د مشورو په موخه یو پلاوی پاکستان ته لېږلی دی. دغې ډلې څو ورځې مخکې وړاندیز وکړ چې د استانبول غونډه د روژې له مبارکې میاشتې وروسته جوړه شي؛ خو هم امریکا او هم د ملي روغې جوړې عالي شورا له دغې خبرې سره موافق نه دي، ځکه دوی ترجېح ورکوي چې د استانبول ناسته له مې میاشتې مخکې ترسره او د روژې په مبارکه میاشت کې د اوربند په شان مسایلو په اړه هوکړه وشي.
هغه نیوکه چې تل د دوحې د سولې پر مذاکراتو کېږي دا ده چې په اړه یې داخلي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع نه وه. د دونالدترمپ په مشرۍ د امریکا دولت د سولې خبرو ته له ټاکنیز اړخه کتل نه د افغانستان د سولې او جګړې د واقعیتونو پر بنسټ، هغه په ټاکنو کې د بريالیتوب په موخه دا بهیر پیل کړی و، بل لوري ته طالبان وو چې وتوانېدل له امریکایانو ښه امتیاز واخلي. خو په دغو خبرو کې افغان دولت څنډې ته شوی و.
په امریکا کې د جوبایډن په مشرۍ د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره وضعیت بدل شو، د یوه نوي سیاسي فورمول خبره وشوه او د افغانستان د جګړې لوري د امریکا د نوي دولت د ارزونې په تمه شول. خو دا تمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د سولې د انتقالي حکومت او د استانبول د غونډې په جوړېدو سره پای ته ورسېده. افغان حکومت دا طرحه د کاغذ پرمخ طرحه وبلله او رپوټ ورکړل شو چې ولسمشر غني به د استانبول غونډې ته له وخته مخکې ټاکنو طرحه وړاندې کړي. اوس داسې ښکاري چې د جمهوریت په لوري کې بېلابېل نظرونه او طرحې ددې لامل شوې چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ښکېل لوري تر یوه بریده نهیلي شي.
اوس نو غوره دا ده چې د جمهوریت لوری پر يوې ګډې طرحې سره سلا شي او اختلافات یوې خوا ته کړي، ځکه د استانبول غونډه د افغانستان د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یو بې ساری فرصت دی. نو باید دا فرصت د جموریت په اړخ کې د اختلافاتو او د طالبانو له خوا د خنډونو په جوړولو سره له لاسه ونه وځي.

ورته لیکنې

Back to top button