د سولې خبرو د دوام هوکړه شوې ده
م. ظ. صمیم

په دوحه کې له اوږد ځنډ وروسته ،د سولې خبرې بیا پیل شوې دي. د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي وايي چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې، له پیله تر دا مهاله ګڼې ستونزې وې، خو دواړو لوريو د خبرو د دوام په اړه موافقه کړې ده.
نوموړي د کب په ۵مه نېټه، د خبري ناستې پر مهال ،وویل «دواړو لوریو منلې د افغانستان د خلکو غوښتنې به د سولې د خبرو د دوام لپاره یو اساسي مسئله وي».
د افغان دولت مرکچي پلاوي په خپل ټوېټر لیکلي: « د کب په څلورمه ماښام مهال په دوحه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو د دواړو پلاویو د مشرانو او ځینو غړیو ترمنځ ناسته وشوه او په دې سره سلا شول ،چې د تماس ډلې به له مخکې ټاکل شوې اجنډا سره سم، د اجنډا پر جزئیاتو کار وکړي او مذاکرات به په نورمال او دوامداره توګه دوام وکړي.»
له بلې خوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم رسنیو ته ویلي چې د کب د څلورمې ناسته په ښه فضا کې ترسره شوه او د تماس ډلو ته دنده ورکړل شوه چې ناستو ته دوام ورکړي.
نوموړي لیکلي: «د بين الافغاني مذاکراتو د دواړو پلاویو، د مشرانو او ځينو غړيو ترمنځ ناسته په ښه فضاء كې ترسره شوه، په غونډه کې د مذاکراتو پر دوام ټينګار وشو او د اجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره ټاکل شوېو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه ناستو ته دوام ورکړي.»
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن هم په قطر کې د سولې د خبرو له پیل وړاندې په خپل ټویټر لیکلي و چې هره ورځ له سولې پرته، افغانان د تاوتریخوالي په ویره کې ژوند کوي. دغو تاوتریخوالیو تېر کال په زرګونو ملکي وګړو مرګ ژوبله اړولې ده.
په دوحه کې د سولې مرکچي پلاویو په داسې حال کې سره کتلي، چې په دې وروستیو کې د افغان دولت له خوا پر طالبانو ډلې، خبرو ته د نه حاضرېدو له امله، نیوکې زیاتې شوې وې.