جمعیت اسلامي: د امنیت شورا له لوري د یوناما ارزونه، په تېر یو نیم کال کې ددغې بنسټ د ناکامۍ نښه ده

۸ صبح، کابل: د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي، په افغانستان کې د یوناما د ارزونې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه، په تېر یو نیم کال کې د دغه بنسټ د ناکامۍ نښه ګڼلې ده.

د جمعیت اسلامي ګوند د جمعې په شپه، د یوناما د فعالیتونو د ارزولو په اړه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې هرکلی وکړ.

د دې اعلامیې پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې مخکې، د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې، د یوناما د ناکامۍ د یادولو په ترڅ کې، د دغه سازمان د فعالیتونو د ارزونې پراړتیا ټینګار کړی و.

جمعیت اسلامي په محتاطانه ډول هیله څرګنده کړې چې ملګري ملتونه به د یوناما د فعالیتونو د ارزونې په چوکاټ کې، د افغانستان د سیاست له ښکیلو اړخونو او فعالینو سره د معنی لرونکي او اغیزمن تعامل لپاره عملي اقدامات وکړي.

په وروستیو اونیو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، د یوناما د کمزورتیا او د لږ کار په اړه، زیاتې نیوکې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې، په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته یې دنده وسپارله، چې د ښځو او مدني ټولنې په ګډون، د هېواد له سیاسي فعالانو سره په همغږۍ کې، د تېر یوه‌نیم کال د کار خپلواکه ارزونه وکړي.

Back to top button