۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام وایي، جاپان په افغانستان کې ددغه سازمان له پروګرامونو سره ۵ میلیونه ډالره نوره مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام د جاپان له دې اضافي مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې به یې د بیړني حالاتو په برخه کې وکاروي.
جاپان په داسې حال کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره د ۵ میلیونه ډالرو مرسته کړې، چې دغه سازمان د بودیجې د کموالي له امله، له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي دي.
ددغه سازمان د معلوماتو له مخې، د بودیجې کمښت په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې ۴ میلیونه کسان او په روانه میاشت کې ۹ میلیونه نور کسان له خوړو بې برخې کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، ددغه سازمان مرستې په افغانستان کې د میلیونونو خلکو د لوږې د ژغورلو وروستۍ لاره ده.
دغه سازمان وايي، په افغانستان کې شل میلیونه خلک نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځایه راځي او شپږ میلیونه نور د لوږې سره مخامخ کېدونکي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په روانه میاشت کې د ۱۳ میلیون کسانو سره د مرستې لپاره ۹۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
دا پداسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر پرون اعلان وکړ، چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره، د اړتیا وړ بودیجې یوازې پنځه سلنه یې ترلاسه کړي دي.