۸صبح، کابل: افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشی اوکاتا د طالبانو د ریاستالوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په لیدنه کې په هېواد کې د نجونو د زدهکړو پر ارزښت ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د جاپان سفارت وېبپاڼې پنجشنبه د لیندۍ پر ۱۷ په خپل ټویټر لیکلي، چې په دې لیدنه کې د ښځو د حقونو او د رسنیو د ازادۍ په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
د جاپان سفير په دې لیدنې کې وويل، چې د نجونو زدهکړې د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینې دي.
نوموړي د طالبانو د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره د لیدنې په یوه برخه کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ۱۰۶ میلیون ډالرۍ بشري مرستو د بستې د لګولو په اړه هم معلومات ورکړل چې تېره اونۍ اعلان شوه.
جاپان په داسې حال کې په هېواد کې د ښځو حقونو ته د درناوي او د نجونو د زدهکړو غوښتنه کوي، چې طالبانو د افغانستان تر نیولو وروسته پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي او نجونې یې ښوونځيو ته له تګ څخه منع کړې دي.