جاپان تایمز: طالبانو زرګونه طلاق شوې ښځې خپلو پخوانیو خاوندانو ته بېرته په نکاح کړي دي

۸صبح، کابل: د نړیوالو راپورونو پربنسټ، طالبانو په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته، زرګونه طلاق شوې ښځې بیاځلي خپلو پخوانیو خاوندانو ته په نکاح کړي دي.
جاپان تایمز پنجشنبې د وري په ۱۰مه، په یوه راپور کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د تاوتریخوالي له امله د قرباني شویو ښځو زړه بوږنونکې کیسې خپرې کړي دي.
طلاق شوې څلوېښت کلنې مروه ویلي دي: « لوڼې مې راته وايي چې کله ستا له تاوتریخوالي ډک ژوند ته ګورو، د خاوند له کلیمې مو کرکه کیږي.»
ددغه راپور پربنسټ، داسې مېرمنې هم شته چې د خپلو پخوانیو خاوندانو نه د خوندیتوب او د طالبانو له لوري د څارنې له امله، له خپلو ماشومانو سره په پټه توګه ژوند کوي.
په دې راپور کې د ښځینه څارنوالانو له خولې ویل شوي چې طالبانو د خپلو سیمه ییزو قوماندانانو له لارې طلاق شویو ښځو ته ویلي دي چې د هغوی طلاقونه باطل شوي دي.
د جاپان تایمز د راپور له مخې، په افغانستان کې له هرو ۱۰ ښځو ۹ یې د ګډ ژوندانه په لړ کې د خپلو خاوندانو له لوري تر فزیکي تاوتریخوالي لاندې راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ په هیوادونو کې له هرو درېیو ښځو یوه یې د ګډ ژوندانه په لړ کې د خپلو خاوندانو له لوري تر تاوتریخوالي لاندې راځي.