افغانستان ته د کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره د جاپان ۱۲ میلیون ډالري مرسته

۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ خپل هېواد ته د افغان کډوالو په خپله خوښه راستنېدو لپاره د جاپان د ۱۲.۵ میلیون ډالري مرستې خبر ورکړی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان د کمشنرۍ د افغانستان دفتر سه شنبه شپه د لیندۍ پر ۱۵ یوه ټویټ کې ویلي، چې د جاپان دغه مرستې به یوازې د په خپله خوښه راستنېدونکو او د افغانانو د بېرته یو ځای کولو لپاره وي.
کابل کې د جاپان سفارت هم پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، چې خپل هېواد ته د افغانانو له بېرته ستنېدو سره مرسته کوي.
جاپان تېره ورځ هم په بشردوستانه برخو کې له افغانستان سره ۱۰۶ میلیون ډالره مرسته وکړه.