د افغانستان په وړاندې د جاپان بهرنی سیاست

لیکوال: علي اصغر امیري

وروسته له دې چې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر هیاشي یوشمسا، د ۲۰۲۳ کال د اپریل په ۱۸ د جي ۷ یا اوه بډایه هېوادونو په کنفرانس کې له طالبانو سره د تعامل په اړه خبرې وکړې، دا پوښتنه رامنځته شوه چې جاپان د افغانستان په قضیه کې څه ډول تګلاره څاري؟ ددې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره اړینه ده چې لومړی په ټولییز ډول له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د جاپان بهرنی سیاست او له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان او جاپان د اړیکو او د افغانستان په اړه د جاپان د اوسني بهرني سیاست او پایلو ته یې نظر واچوو.

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د جاپان بهرنی سیاست

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، د جاپان بهرنی سیاست له جګړې وروسته د اساسي قانون تر اغېز لاندې راغی چې له امله یې د اساسي قانون د ۹ مادې پربنسټ، جاپان په هېڅ ډول پوځي فعالیتونو کې ګډون نشي کولای چې تر دا مهاله له خپلې دفاع پرته، له پولې ورهاخوا د پوځي فعالیت اجازه نه لري. خو جاپان له هماغه لومړیو شېبو، خپل بهرنی سیاست د بشردوستانه دیپلماسۍ د اصل له مخې د پرمختګ په حال کې هېوادونو سره د همکاریو پربنسټ تنظیم کړ چې له همدې امله، جاپان د پرمختګ په حال کې له هېوادونو سره د مرستې په برخه کې په لویو مرسته کوونکو هېوادونو تبدیل شو.

جاپان د خپل بهرني سیاست ددغې تګلارې له لارې وکولای شول د آسیا سیمې د اقتصادي او هم د آرام اقیانوس د اقتصادي په پراختیا کې ونډه واخلي او هم په سیمه کې د جاپان ملي امنیت پیاوړی کړي. اساسي قانون د جاپان د بهرني سیاست له مهمو سرچینو څخه بلل کیږي چې ځیني مهال یې په جاپان محدودیت لګولی دی او له همدې امله، د جاپان د لیبرال دموکرات ګوند، د اساسي قانون د ۹ مادې د تعدیل په هڅه کې دی چې ددغې مفکورې بنسټګر د جاپان پخوانی وزیر شنیزو آبه، دی. د جاپان د بهرني سیاست بهرنۍ سرچینې پر تړونونو، نړیوالو ژمنتیاوو، له امریکا او لویدیځو هېوادونو او نړیوالو او په سیمه ییزو بدولونو پورې تکیه دي.  نړیوالو او سیمه ییزو بدلونونو ته په پام، د جاپان سولییز بهرنی سیاست هم په دې وروستیو کې پیکه شوی او هڅه کوي چې په سیمه او نړۍ کې ګتور او د پام وړ رول ولوبوي. د جاپان اوسنی لومړی وزیر شکیدا، د شنیزو آبه د سیاستونو لاروی دی او په سیمه کې د فعال رول د ترسره کولو غوښتونکی دی. لکه څنګه چې یاد هېواد له سویلي کوریا سره د اختلافونو د حل په هڅه کې دی ترڅو له چین سره د مخامخ کېدو او د شمالي کوریا د ګواښونو سره د مقابلې په موخه په سیمه کې یو ګډ محور رامنځته کړي. دغه راز د اکراین په مسله کې له لویدیځو هېوادونو سره همغږی او ژمن هېواد دی.

له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت سره د جاپان مرستې

سره له دې چې د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکې ۱۹۳۱ کال ته ورګرځي، خو په دې لیکنه کې د ۲۰۰۱ کال د بن له کنفرانس وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې تر بحث لاندې نیسو.

جاپان د سپتامبر د ۱۱ پېښې نه وروسته لومړنی هېواد و چې له ترهګرۍ سره د مبارزې له نړیوال ایتلاف سره یوځای شو او په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا په جګړه کې د ایتلاف ځواکونو ته لوجستیکي امکانات برابرول او هممهال یې په نورو برخو کې هم فعال او ګټور رول ولوبوه. جاپان په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته، په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د راجلبولو په موخه د توکیو کنفرانس جوړ او د هغه له مخې یې افغانستان ته د نړیوالو مرستو مشري هم پر غاړه واخیسته.

جاپان په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره ډېرې ښې دوستانه اړیکې درلودې او له افغانستان سره د دوهم لوی مرسته کوونکي هېواد په توګه هم بلل کیږي. جاپان دغه راز په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته د نړیوالو مرستو د جلب په موخه د دوهم کنفرانس کوربتوب هم وکړ. په ۲۰۰۲ کال کې په کابل او توکیو کې د دواړو هېوادونو سفارتونه هم پرانېستل شول. په حقیقت کې د جاپان فعاله حضور د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د ځواکونو له حضور سره هممهاله په افغانستان کې پیل شو چې له همدې امله، ډیرو هېوادونو د جاپان دا ډول تګلاره د امریکا له سیاستونو نه د یاد هېواد د اطاعت په مانا تعریف کړ. جاپان په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې ۹ میلیارده ډالره د مرستو ژمنه وکړه چې له دغه شمېر پیسو څه باندې ۷ میلیارده یې په لګښت ورسېدې.

له افغانستان سره د جاپان مرستې د نړیوالې ټولنې له ګټورو مرستو څخه شمېرل کېدې چې په لاندې چارت کې په لنډ ډول ورته اشاره شوې ده.

د ۲۰۰۲ تر ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ له افغانستان سره د جاپان پرمختیايي مرستې
کمک‌های بشری

بشري مرستې

د بیارغونې په برخه کې مرستې د امنیت د ښه والي په برخه کې مرسته د سیاسي او حکومتولۍ له بهیر سره مرسته د سولې پروسه
له کډوالو، بې ځایه شویو، بېرته راستنېدونکو او له طبیعي پېښو سره مرستې بنسټیزو پروژو، پوهنې، روغتیا، له مخدره مواد سره مبارزه او د کلیو پراختیا او کرنې د دي دي آر او دایاک پروژې، ماین پاکونې، د پولیسو اصلاحات او له مخدره موادو سره مبارزه

 

د دولت له بودیجې سره مرسته، له ټولټاکنو سره مرسته، له احصاییې ادارې سره مرسته، له مطبوعاتو سره مرسته

 

د سولې له کمیسیون سره مالي مرسته

 

جاپان غوښتل چې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو له لارې دغه هېواد ځان بسیاینې ته ورسیږي دغه راز یاد هېواد په دې باور و چې د افغانستان د خلکو پیاوړي کول، د خلکو د ځان بسیاینې لامل کیږي. د جایکا پخواني رییس ساداتا اوګاتا، تل دغه اصطلاح کاروله: « د کب د ورکړې پر ځای خلکو ته د کب نیولو او روزنې لارې چارې ورزده کړئ». په ۲۰۰۹ کال کې واک ته د جاپان د ډموکراتيک ګوند رسېدل، دغه هېواد له نړیوال ایتلاف سره لوجستیکي مرستې د جاپان د اساسي قانون سره په ټکر کې وبللې او هغه یې ملغا کړې. جاپان له نړیوال ایتلاف سره د لوژستیکي مرستو له بندېدو وروسته، له افغانستان سره یې د ۵ میلیارده ډالرو د مرستو ژمنه وکړه. دغه راز په ۲۰۱۰ کال کې د کابل بانک تر پرځېدو پورې، جاپان په بېلابېلو برخو کې په ډېرې لېوالتیا خپلو مرستو ته دوام ورکړ او په افغانستان کې عملا جاپاني کارکوونکو او انجینیرانو حضور درلود. خو د کابل بانک له سقوط او د افغانستان د دولت د بې شمېره فساد په پایله کې، د جاپان لېوالتیا پیکه شوه او دغه راز د جایکا په مرکز کې په روښانه ډول له فساد سره د افغانستان د حکومت د نه مبارزې په اړه نیوکه وشوه. پرهغې سربېره بیا هم په افغانستان کې د جاپان پروژو دوام درلود په تېره د کرنې په برخه کې د ډاکټر تتسو ناکامورا پراختیايي مودل د جاپان د دولت د پاملرنې وړ ګرځېدلی و.

د سیاسي او اقتصادي ګټو له مخې، جاپان په افغانستان کې د تعریف وړ ګټې نه درلودې او نه یې لري او د یاد هېواد مرستې هم په ځانګړو برخو کې ندي ترسره شوي چې په راتلونکي کې یې بېرته جاپان ته ګټه ورسیږي. له همدې امله، کولای شو ووایو چې د افغانستان او جاپان اړیکه باید په نړیواله کچه وڅېړو.

د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د جاپان حضور

د افغانستان د دولت له سقوط وروسته، جاپان د هغو هېوادونو له ډلې و چې په کابل کې یې خپل سفارت وتړه او د سفارت او د جایکا د دفتر د کارکوونکو د لېږدلو په موخه یې اقدام وکړ. تر دې چې د جاپان یوه پوځي چورلکه یې د سفارت او د جایکا د کارکوونکو او هم د افغانستان د یو شمېر محصلینو د لېږدولو په موخه د کابل هوايي ډګر ته راواستوله؛ خو د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶ مه د کابل په هوايي ډګر کې له چاودونې وروسته، د جاپان چورلکې له مسافرو پرته د کابل هوايي ډګر نه هوا ته پورته شوه. د جاپان سفارت قطر ته ولېږدول شو او ددغه دولت په ملاتړ د لېږد بهیر بشپړ شو.

له سقوط وروسته په قطر کې د طالبانو له دفتر سره د جاپان لومړنۍ خبرې اترې، د سفارت د کارکوونکو د لېږد په اړه ترسره شوې له هغې وروسته د مرستو رسولو او خلکو ته یې د وېش د څرنګوالي او دغه راز د لګول شویو محدودیتونو د حلولو په برخه کې خبرو اترو دوام وموند، تر دې چې د ۲۰۲۲ اکتوبر کې جاپان په کابل کې د خپل سفارت سیاسي څانګه پرانېستله.

تر دا مهاله جاپان د طالبانو له چارواکو سره په ټولو لیدنو کې، د جاپان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې ندي کړي او دا خبرې اترې تر ډېره د افغانستان خلکو ته د مرستو د دوام او په دغه هېواد کې بشري ناورین ته د رسېدنې پر محور راڅرخیږي. که له دې اړخه د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان سره د جاپان اړیکو ته وګورو، د جاپان ډېره اندېښنه په افغانستان کې له بشري ناورین نه مخنیوی کول دي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په جلا اعلامیو کې له شته وضعیت نه اندېښنه څرګنده کړې او په افغانستان کې یې د خپل حضور لامل په دغه هېواد کې بشري ناورین ته رسېدنه بللې ده. دغه راز جاپان په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا په وروستي پرېکړه لیک کې هم رول درلود.

په جاپان کې د ۷ بډایه هېوادونو په غونډه کې، ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د بشر د حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړوند خپله جدي اندېښنه څرګنده کړه نوموړي دغه راز د طالبانو وروستۍ پرېکړې له هغې ډلې پر ښځو د محدودیتونو زیاتوالی یې وغنده. نوموړي همداراز په کابل کې د جاپان د حضور لامل د خلکو بد وضعیت او بشري ناورین ته رسېدل وبلل او له افغانستان سره یې د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ. د جاپان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان خلکو ته د مرستو رسونې د دوام په موخه له طالبانو سره تعامل اړین وباله.

له لویدیځو متحدینو سره د جاپان نړیوال رول

څنګه چې پورته ورته اشاره وشوه، د جاپان بهرنی سیاست د لویدیځو هېوادونو له سیاست سره هممهاله پرمخ ځي او له شک پرته چې په افغانستان کې د جاپان حضور د لویدیځو هېوادونو په همغږي ترسره شوی دی. لکه څرنګه چې لویدیځ هېوادونو هم له طالبانو سره د اړیکو لاره پرانېستې پرېښي ده او په ځلونو یې د طالبانو له چارواکو سره خبرې اترې کړي دي. دوه لیدلوري کولای شي دغه همغږي پیاوړې کړي. لومړی لیدلوری دادی چې لویدیځوال په دې باورمند دي چې طالبان د داعش دښمن دي او د طالبانو په پیاوړتیا د داعش د ودې مخه نیول کیږي. بل لیدلوری دادی چې د طالبانو ډله له دوو جریانونو معتدل او تندروه څخه جوړه ده. لویدیځ هېوادونه په دې باور دي چې له معتدل جریان سره باید تعامل وشي ترڅو د ښځو پر وړاندې ددغې ډلې کړنلاره بدلون وکړي او دغه راز افغانستان یوځل بیا د ترهګرو ډلو په امن ځای بدل نشي. جاپان خپل نړیوال رول ته په پام په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو په همغږي حضور لري.

د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د جاپان د حضور پایلې

په افغانستان کې د جاپان اوسنی حضور د یوه هېواد له بل هېواد سره د اړیکې په مانا نده او د جاپان له نظره دا حضور د خیرغوښتنې او بشردوستانه په مانا ده. له هغې وروسته چې په افغانستان کې د نړیوالو بنسټونو د تړل کېدو ګمان مطرح شو، په کابل کې د جاپان سفیر ګواښ وکړ چې د نړیوالو بنسټونو نه حضور په تېره د ملګرو ملتونو، په افغانستان کې به بشري ناورین نور هم  له پیچلي وضعیت سره مخ کړي. خو طالبان په افغانستان کې د جاپان له حضور نه ګټه اخلي. په داسې شرایطو کې چې طالبان د بشر د حقونو د بې شمېره نقض له امله له کورني مشروعیت نه برخمن ندي، په افغانستان کې د جاپان په شان د ځواکمن هېواد حضور د توجیه وړ ندی او دا شان حضور د وضعیت او د طالبانو په لیدلوري کې بدلون نشي راوستلی. تر اوسه پورې په افغانستان کې د بشر د حقونو، د ټولګډونه حکومت په جوړولو، د لږکیو د حقونو په پام کې نیولو او قومي او فرهنګي تنوع په برخه کې د طالبانو په لیدلوري کې هېڅ ډول بدلون ندی راغلی. جاپان کولای شي په ټیټه کچه او یا هم د درېیم هېواد او د نړیوالو بنسټونو له لارې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي. جاپان او یا هر بل هېواد باید دا درک کړي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ددې ډلې کړنې د افغانستان د خلکو له ګټو سره په ټکر کې دي.

د ګټې اخیستنې وړ سرچینې:

ورته لیکنې

Back to top button