جوبایډن د امریکا د راتلونکي کال ټولټاکنو لپاره ځان نوماند کړ

د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن په رسمي ډول د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بیاځلې نوماندي اعلان کړه.

آسوشیټډ پرېس خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر نن سه شنبې (اپریل ۲۵)، په یوه بیان کې ویلي، چې دی به د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې نوماند شي. هغه له رای ورکونکو وغوښتل چې هغه ته فرصت ورکړي چې د خپل سوګند په وخت کې کړي ژمنې پوره کړي.

په درې دقیقې ویډیو کې، بایډن وویل: «شخصي ازادي د دې لپاره بنسټیزه ده، چې ووایو موږ امریکایان څوک یو. هیڅ شی ډیر مهم نه دی او لدې نور هیڅ شی مقدس نه دی. په ټول هیواد کې، د MAGA اورپکې د دې اساسي آزادیو د له منځه وړلو لپاره په لیکه کې ولاړ دي.»

که څه هم جوبایډن اوس مهال د امریکا په ډیموکراټ ګوند کې د خپل ګوند له غړو څخه کوم سرسخت سیال نه لري، خو په دغه هېواد کې د راتلونکي کال په ټاکنو کې د خپل دریځ د ساتلو لپاره باید سخته مبارزه وکړي.

جو بایډن به د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې په پای کې ۸۶ کلن شي. داسې ښکاري چې د هغه ډېر عمر د دې لامل شوی چې په امریکا کې ډیری دیموکراتیک رایه ورکوونکي په دې موقف کې د هغه د بقا پلویان نه دي.

د یادولو وړ ده، چې جوبایډن د ۲۰۲۱ کال په ټولټاکنو کې د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند ډونالډ ترامپ څخه په ګټلو سره د ولسمشرۍ لومړۍ دوره پیل کړه.

Back to top button