جو بايډن: د افغانستان جګړه بايد پايته ورسېږي
راپور: محمد عزيز پردېس

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن د هېواد کانګرس ته په خپله لومړنۍ وينا کې، د نورو مسايلو ترڅنګ يې د افغانستان په تړاو هم ځينې تازه څرګندونې کړي دي. بايډن د افغانستان په تړاو وويل چې، امريکايي ځواکونه په افغانستان کې خپلې موخې ته رسېدلي دي او په وينا يې د شوې پرېکړې له مخې به ځواکونه يې د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستانه بهر شي.
د امريکا ولسمشر وویل چې، امريکا دوه لسيزې وړاندې افغانستان ته د القاعده ډلې له لوري د ګواښونو د ختمولو په موخ ولاړه او د اسامه بن لادن په وژلو سره دغه موخه ترلاسه شوه.
د جو بايډن په وينا، له شل کاله ارزښتناکه هڅو او قربانۍ وروسته اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې امريکا له افغانستانه خپل ځواکونه بهر کړي او خپل هېواد ته يې راولي او دغه جګړه پايته ورسوي.
نوموړي همداراز وويل، له ۲۰۰۱ کال راهيسې د ترهګرۍ ګواښ د افغانستان له پولو اوښتی او لا زيات شوی دی، خو موږ به امريکا ته د راتلونکي هر ډول ګواښ څارنه کوو؛ که هغه له هر ځای څخه وي. بايډن وويل، القاعده ډله په سوريې، سوماليا، يمن او ځينو افريقايي هېوادونو کې هم شتون لري.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون په اساس د امريکا له لوري يو شرط دا ؤ چې، طالبان بايد د ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي، خو د وخت په تېرېدو سره داسې ښکاري چې دغه اندېښنه اوس هم په خپل ځای ده. هغه څه چې ځيني امريکايي او افغان چارواکي يې په اړه اندېښمن دي.
د ځينو امريکايي سرچينو له مخې ګڼ شمېر امريکايي چارواکو ويلي، سره له دې چې طالبانو د دوحې په تړون کې له امريکا سره ژمنه کړې وه چې له القاعده ډلې او نورو ترهګرو ډلو سره به خپلې اړيکې په بشپړ ډول پرې کوي، خو داسې ښکاري چې طالبانو لا هم د القاعده په شمول نورو ترهګريزو ډلو سره خپلې اړيکې ساتلې دي.
په ورته وخت کې ځينو لوړپوړو افغان چارواکو هم دغې اندېښنې ته په اشارې سره ويلي چې طالبانو لا هم د ترهګريزو ډلو سره خپلې اړيکې نه دې پرې کړي.
د افغانستان د ملي امنيت رئيس احمد ضيا سراج يوه ورځ وړاندې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې، طالبانو د داعش او القاعده ډلو په شمول لا هم د ترهګريزو ډلو سره خپلې اړيکې ساتلې دي.