جان کربي: امریکا د طالبانو د رسمیت پیژندنې کوم پلان نه لري

۸صبح، کابل: د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وایي، اوس مهال واشنګټن د طالبانو رسمیت پیژندنې په اړه کوم پلان نه لري.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې ورځ د وږي میاشتې په ۲۷مه یوې خبري غونډه کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د حکومتولۍ او له ښځو او نجونو سره د چلند په اړه د خپلو ژمنو خلاف کړنې ترسره کوي.

هغه زیاته کړې، طالبان باید هغه ژمنې چې نړۍوالې ټولنې ته یې د حکومتولۍ او په ځانګړې توګه د ښځو په برخه کې ورکړې وې، پوره کړي.

د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې د القاعده شبکه «ډېره کمزورې» شوې او امريکا هلته د ټولو ترهګرو ډلو څارنه کوي.

څه موده وړاندې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا ټوماس ګرینفیلډ په یوه خبري غونډه کې ویلی وو چې دوی به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني.

په افغانستان کې د طالبانو له راتګ سره د نړۍ هېوادونو تل له دې ډلې سره د تعامل لپاره د نجونو او ښځو د حقونو د درناوي په ګډون مخکیني شرطونه یاد کړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button