د اردن د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د ایران د سفارت شارژدافیر احضار کړی او «سخت اعتراضي لیک» ورته اورولی دی.
الجزیرې یکشنبه د جولای پر ۱۹مه راپور ورکړی چې د اردن د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام پر دغه هېواد د ایران د بریدونو او وروستیو تحولاتو په غبرګون کې کړی دی.
د راپور له مخې، اردني چارواکو د ایران د رسمي بنسټونو هغو څرګندونو پر وړاندې هم اعتراض کړی چې «پاروونکې او د کړکېچ د زیاتېدو لامل» یې بللې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړې په سیمه کې ترینګلتیاوې زیاتې کړې او پر کویټ، اردن او بحرین د ایران بریدونو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
د عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم پر کویټ، بحرین او اردن د ایران وروستي بریدونه غندلي او دا یې «له نړیوالو قوانینو او د ښه ګاونډيتوب له اصولو سرغړاوی» بللی دی.





