۸صبح، کابل: د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوول جوزپ بورل ویلي، چې له یوې ډلې افغان ښځینه فعالانو سره یې لیدنه کړې او د هېواد په سیاسي بهیر کې یې د ښځو د ګډون په اړه خبرېاترې کړې دي.
بورل چهارشنبه شپه د لړم پر ۱۸ د یوه ټویټ په خپرولو لیکلي، چې په دې لیدنه کې د ښځو په ګډون سره د یوه ټولګډونه سیاسي بهیر په اړه خبرې او د ښځو لپاره د برابرو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار شوی دی.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نیکلاسن د بورل د ټویټ په بیا خپرولو سره بروکسل کې د یوې بلې ناستې له رامنځته کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې ناسته کې به هم یو ډله د ښځو حقونې فعالانې له ځینو څېرو سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل کې ښځینه فعالانې د طالبانو له خوا له ډول ډول تاوتریخوالو او ځپلو سره مخ دي.
په ترټولو تازه مورد کې طالبانو څو ورځې مخکې د ښځو حقونو یوه فعاله ظریفه یعقوبي کابل ونیوله چې تراوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.