کابل – غور لویه لار بیا وتړل شوه

۸صبح، غور: غور ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي د کابل – غور لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکوي.

یوه طالب چارواکي سه شنبه ماښام د مرغومي پر شلمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړه، چې کابل – غور لویه لار نن مازدیګر یو ځل بیا د مسافروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د طالبانو دغه چارواکي د دې لارې د تړل کېدو لامل له احتمالي تلفاتو مخنیوی بولي او وایي، چې د وړاندوېنو له مخې په راتلونکو ورځو کې به پر واورو سربېره د سړې هوا یوه څپه هم پر دغې لارې راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه لویه لار له درېیو ورځو تړل کېدو وروسته تېره ورځ د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.

ورته لیکنې

Back to top button