۸صبح، غور: ځایي سرچینې د واورو اورېدو له امله د کابل ـ غور د لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د واورې اورېدو له امله له تېرې نیمې شپې راهیسې د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د بکک کوتل په سیمه کې د کابل ـ غور لویه لار د موټرو پرمخ تړل شوې ده.
د سرچینو په وینا، د واورو اورېدو او لارو د تړل کېدو له امله، ۱۵۰ تنه مسافر چې کابل ته روان وو و بکک کوتل په سیمه کې بند پاتې دي.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، په بند پاتې شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. سرچینې خبرداری ورکوي که د راګیر شویو کسانو د ژغورنې لپاره هڅې ونه شي ښايي له منځه ولاړ شي.
بکک کوتل د بامیان یکاولنګ او د غور لعل وسرجنګل ولسوالۍ سره نښلوي. دا سیمه د ژمي او واورو د اورېدو په موسم کې وخت ناوخت د خلکو پرمخ تړل کېږي.