د کابل – جلال‌اباد لویه لار د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده

۸صبح، کابل: د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، د کابل – جلال‌اباد لویه لار د ګاز د یوه ټانکر د چپه کېدو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

دغه وزارت نن دوشنبه د کب میاشتې پر اتمه نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په ماهیپر سیمه او د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د ګاز یو لېږدوونکی ټانکر چپه شوی دی.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د ماهیپر د ساتنې او مراقبت د کارکوونکو د هڅو په اړه خبر ورکړی، چې د لویې لارې د پرانستو لپاره هڅه کوي.

په همدې حال کې سرچينې وايي، چې د کابل – جلال‎‌اباد لويه لار د تېرې شپې له دوو بجو راهيسې تړل شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ټانکر د چلوونکي د بې‌احتياطۍ له امله چپه شوى دى.

د کابل – جلال‌اباد لویه لار د افغانستان یو له مهمو ترانزیټي لارو څخه ده. دغه لویه لار کابل له ختیځ ولایتونو سره نښلوي.

ورته لیکنې

Back to top button